16 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غورکې د جګړو له امله لسګونو بېحايه شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

په غورکې د جګړو له امله لسګونو بېحايه شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر په غورکې د جګړو له امله پرلسګونو بېځايه شويو کورنيو...

په کندزکې د طالبانو د ځانمرګو بريدونو د ښوونې او روزنې مسوول ونيول شو

په کندزکې د طالبانو د ځانمرګو بريدونو د ښوونې او روزنې مسوول ونيول شو

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر پوځيانو تېره شپه په عملياتوکې د وسله والو طالبانو د...

درې ډار اچوونکي په کاپيسا کې ونيول شول

درې ډار اچوونکي په کاپيسا کې ونيول شول

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر درې ډار اچوونکي په کاپيسا کې د ملي اردو د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

دکابل ښار دفوټبال د الف ګروپ سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند.

د هيواد دفوټبال فدراسيون درسنيو مسئول احمد شاه ساير د باختراطلاعاتي اژانس ته وويل: چې په دې لوبه کې د کابل دځوانانو ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره دديانت ټيم ته ماتې ورکړه .

دغه سيالۍ په کابل ښار کې ديوولسو ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي چې ټاکل شوې ده نن داردو او يونايتد سادات ټيمونه سره لوبه وکړي

دجوزجان دفوټبال  ټيم دشمال زون دفوټبال  دسياليو ګټوونکى شو .

 دهيواد دفوټبال  فدراسيون  درسنيو  مسوول احمد شاه ساير دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دغه سيالۍ پرون مازيګر دمزارشريف  په ښار کې ترسره شوه چې له امله يي دجوزجان ټيم وکولاي شول دصفر په مقابل کې  په يوې سره دبلخ ټيم ته ماتې ورکړي او ددغو سياليو ګټونکى  شي .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې  تراوسه پورې دمرکز له زون څخه دپنجشير  ټيم له شمال ختيځ زون څخه دبدخشان ټيم او له شمال زون څخه دجوزجان  ټيم بريالي شوي دي  ټولو زونونو سياليو ته يې لاره پيداکړي ده .

  ساير زياته کړه  ټاکل شوې  ده ډير ژر دلويديځ زون  سيالۍ د هرات ، فراه ، غور اوبادغيس  دټيمونو په ګډون په هرات ولايت کې پيل شي 

 ديوبل خبر له مخې دکابل ښار  د فوټبال دالف ګروپ  سياليو پرون مازيګر په يوې  لوبي سره دوام وکړ .

 دهيواد دفوټبال فدراسيون درسنيو مسوول دڅرګندونو له مخې په دې لوبه کې  دحبيبيانا  ټيم ددوو په مقابل کې په دريو سره دمشعل ټيم ته ماتې ورکړه .

 دغه سيالۍ ديوولسو ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي او ټاکل شوې ده نن دکابل دځوانانو او دديانت تيمونه لوبه وکړې .

 دخبرځاى د څرګندونو له مخې تراوسه پور ې دکابل دځوانانو ټيم ددرويشتو امتيازونو په لرلو سره په لومړۍ  ليکه کې دي .

له ازبکستان څخه سرورجباراف  داسيا د ٢٠١١ ميلادي کال دفوتبال دډير ښه لوبغاړي په توګه وټاکل شو.

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبرله مخې  دغه راز دښځو په برخه کې  دجاپان لوبغاړي ايام مياما دآسيادښځو دفوتبال دډيري ښې لوبغاړي په توګه وټاکل شوه.

دماليزيا دکوالالمپور په ښارکې داسيا دکال دفوتبال دډيرو ښو لوبغاړو دټاکنې دمراسمو په بهيرکې دغه راز دجاپان دنارينه و او دښځينه دفوتبال ملي ټيمونه په ٢٠١١ کال کې دډيرو لرغونو ټيمونو په توګه وټاکل شو.

داالقطر کمپ داسيا دالماس جايزه دماليزيا دبهنګ ايالن  سلطان او داسيا دفوتبال فدراسيون پخواني رييس ته ورکړ شوه.

دفوتبال نړيوال فدراسيون دنړۍ دملي ټيمونو دنتيجو نوى ليکې اعلام کړي

دباختر اطلاعاتي اژانس دفيفا دانترنتي پاڼې له  خولې خبر راکړداسپانيا ملي ټيم په نړيوالې  ليکې کې هماغه شان لومړي ليکه ساتلي ده.

دهالند اوالمان ټيمونه دنړۍ دنتيجو په دويمه اودريمه ليکه دي او دارګوٍئه انګلستان  . برازيل ، پرتګال ، ايټاليا ، کرواسي او ارجنتين ټيمونه دنتيجو له څلورمې ليکې څخه ترلسو ليکو پوري دي  خو په اسيا کې دجاپان ، استراليا او جنوبي کوريا ټيمونه له لومړي څخه تردريمې ليکې پوري دي.

ديادونې  وړ ده چې دايران ملي ټيم دنړۍ دنتيجو په پنځه څلويښتمه ليکه کې اوداسيا په څلورمه ليکه کې دي.

دايران ملي ټيم بريالي شوي دي چې دنړيوال جام په راتلوونکې پړاو کې دگډون اميتاز ترلاسه کړي .