08 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

دافغانستان دکرکټ ټيم دعمان ملي ټيم ته هم ماتې ورکړه.

دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په نيپال کې داسيايي شل اوره سياليو کې هم عمان ته ماتې ورکړه.

دهيواد دکرکټ بورد درسنيو مسوول قديرهوتک له جلال اباد ښارڅخه دباختر اطلاعاتي  اژانس ته له خبريال سره په يو تيلفوني اړيکه کې وويل لومړي لوبه دافغانستان ټيم پيل کړه چې په شلو اورونو کې يې يوسلو اووولس منډي جوړي کړي او دعمان ټيم ته يې يوسلو اتلس منډي هدف وټاکه  چې  دغه  ټيم په اووه اويا منډو ونه کړاى شول چې ورکړي شوي هدف بشپړ کړي له  دې امله دافغانستان دکرکټ ملي ټيم بريالي اعلام شو.

دخبرځاى دڅرگندونو له مخې دغه سيالۍ د ٢٠١٢ ميلادي کال دنړيوالو شل آوره سيالو لومړى پړاو ته دلاري موندلو په مقصد ترسره کېږي  چې دافغانستان ، هانګ کانګ  ، عمان ، کويټ ، نيپال ، ماليزيا ، دمتحده عربي امارات ، سعودي عربستان ، بوتان اومالديف ټيمونه پکې گډون لري. ددغو سياليو په لومړي پړاو کې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم ماليزياته دنهه پنځوسو منډو په توپيرماتې ورکړې ده.


 

دهلمند دفوتبال ټيم دکندهار ټيم ته ماتې ورکړه.

دکندهار ولايت ورزشي آمر محمدالله ګلالى دباخترا طلاعاتي اژانس ته وويل دغوره ټيمونو په هغو سياليو کې چې په کندهارولايت کې پيل شوي دي  دهلمند ټيم وکولاى شول دکندهار ټيم ته ماتې ورکړي .

ددغو سياليو په دويم  پړاو کې دنيمروز اوزابل ټيمونو لوبه وکړه چې  په نتيجه کې يې دزابل ټيم بريالي شو.

ټاکل شوې ده نن دکندهار اوزابل اودهلمند او ارزگان ټيمونه لوبي وکړي.

دهيواد دفوتبال ټيم دهندله ټيم سره لوبه برابره  پاى ته ورسوله .

 دهيواد دفوتبال ملي ټيم دهند له ټيم سره خپله  لومړۍ لوبه ديوې په مقابل کې په يوې سره برابره  پاى ته روسوله .

 په دې لوبه کې چې پرون مازيګر ترسره شوه په ناروي  کې د افغان دملي ټيم لوبغاړي بلال ارزو دلوبي په څلورمه دقيقه د افغانستان دټيم په ګټه  ګول وواهه .

  دغه سيالۍ چې پرون داسيا دجنوب داتو هيوادونو د ټيمونو ترمنځ په هندکې پيل شوي دافغانستان دفوتبال  ملي ټيم په بي ګروپ کې دهند ، سريلانکا ، اويونان  له ټيمونو سره  سيالۍ کوي .

 دهيواد دفوتبال  فدراسيون درسنيو دمسوول احمد شاه ساير دڅرګندونو له مخې   دافغانستان د فوتبال دملي ټيم بله لوبه دسريلانکا له ټيم سره کيږي .

دهيواد داوسپنيزو نارينه  دټيم ورزشکاران نن داسيا داتلوالي سياليو کې دگډون په مقصد جاپان ته روان شول،.

ټاکل شوې ده دغه سيالۍ دليندي  مياشتي له ديارلسمي نيټې څخه ترشلمې نيټي پوري دجاپان په ګوبي ښارکې  ترسره شي  چې دپنځه څلويښتو اسيايي هيوادونو  ورزشکاران پکې گډون کوي چې په دريو برخو کې به سره سيالۍ وکړي

دالمپيک  دملي کميټې  درسنيو مدير عبدالمحبوب سروري دڅرگندونوله مخې ددغو سياليو په پاى کې شپږ ديرش تنه غوره څيري يا طلايي سړي داوسپنيز نارينه په نړيوالو سياليو کې  چې ټاکل شوې ده په ٢٠١٢ ميلادي کال کې په استراليا کې ترسره  شي دگډون جواز ترلاسه کړي .

په دغو سياليو کې له افغانستان څخه نهه تنه  ورزشکاران گډون کوي.

Page 601 of 605