03 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

دشمال زون دفوټبال سياليو دسمنګانو اوجوزجان د تيمونو په لوبه سره دوام وموند .

دبلخ ولايت ورزشي آمر استاد روکي سرخوش دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په دى لوبه کې دجوزجان ټيم دصفر په مقابل په دريو سره دسمنګانو ټيم ته ماتې ورکړه دغه سيالۍ دبلخ ، سمنګانو ، جوزجان ، سرپل او فارياب دولايتونو ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي او دوه ورځې دوام مومي .

دهرات ولايت دفوټبال دغوره ليک سياليو پرون مازيګر داتفاق اواستقلال دټيمونو ترمنځ په لوبي سره دوام وکړ دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق دباختر اطلاعاتي ااژنس ته وويل په دې لوبه کې داتفاق ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره داستقلال ټيم ته ماتې ورکړه .

دده د څرګندونو له مخې دغه سيالۍ داتو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي وې داتفاق ټيم وکولاي شول دنهه ويشتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره دنتيجو دجدول په سرکې ځاى ونيسې .

څلور ټيمونه دهرات ولايت دولسواليو جام دفوټبال سياليو وروستي پړاوته لاره وموندله .

دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل په دغو ټيمونو کې دغوريانو ، زنده جان ، کشک کهنه او کهسان دولسواليو ټيمونه شامل دي .

خبرځاى زياته کړه په هغې لوبه کې چې نن مازيګر اوسبا ددغو ټيمونو ترمنځ کيږي دوه ټيمونه وروستي پړاو ته لاره مومي .

دخبرځاى دڅرګندونو له مخې دغه سيالۍ دشپاړسو ټيمونو ترمنځ پيل شوي و .

دشمال ولايتونو دفوټبال سيالۍ سبا په بلخ ولايت کې پيليږي .

دهيواد دفوټبال دفدراسيون درسنيو مسوول احمد شاه ساير نن دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې په دغو سياليو کې به د فارياب ، سرپل ، سمنګانو ، بلخ اوجوزجان دولايتونو ټيمونه ګدون وکړي .

دخبرځاى دڅرګندونو له مخې تراوسه پورې دمرکز له زون څخه دپنجشير ټيم او دشمال ختيځ له زون څخه دبدخشان ټيم دزونونو داتلانو سياليو ته چې وروسته پيليږي لاره موندلي ده .

Page 604 of 605