22 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دانتخاباتو خپلواک کميسيون دګوټو دشميرنې دطرحې په باب څيړنې روانې دي .

کابل باختر دوږي يو ديرشمه : دانتخاباتو خپلواک کميسيون دروان...

په سرپل کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور دپنځو تنو نيول کيدل .

کابل باختر دوږي يو ديرشمه : دسرپل پوليسو نن دنشه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

کابل باختر د زمري دويمه :
دهند دسوک وهنې په غوره ليک سياليو کې  دګډون په خاطر د غوره ورزشکارانو د ټاکنې لپاره  دسوک وهنې سيالۍ ترسره شوې .
  دباختراژانس دخبرله مخې ، دسوک وهنې په سياليو کې لومړى پړاو دکابل او دپروان  ، پکتيا ، بلخ ، لوګر او دغزني دولايتونو  داته څلويښتو ورزشکارانو په ګډون په کابل کې  پيل شوې .
  دغه ورزشکاران په پنځو وزنونوکې دهندوستان دغوره ليک په سياليو کې دګډون لپاره  دلارې موندلې په خاطر ددريو ورځو لپاره  سيالي کوي . 
دسوک وهنې فدراسيون دمعلوماتو له مخې ، ددغوسياليو په پاى کې له هر وزن  څخه  درې تنه  ورزشکاران  او په ټوليزه توګه پنځلس تنه غوره ورزشکاران انتخابيږي . ختم- اکرم-ج

کابل\ باختردزمري دمياشتې لومړۍ نيټه :
د بدني روزنې او سپورت او د المپيک دملي کميټې لوى رئيس ډاکتر حفيظ الله   ولي رحيمي د کيک بوکس فدراسيون مډال راوړونکي وستايل.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د بدني روزنې اوسپورت او دالمپيک د ملي کميټې لوى رئيس دهېواد دکيک بوکس ملي ټيم  چې د چيوان له نړيوالو سياليو څخه يې چې په ايران کې ترسره شوې وې، د سرو زرو د دريو مډالونو، د سپين زرو د دوو مډالونو او د برونزو د دوو مډالونوپه ګټلو سره هېواد ته راستانه شوي دي، وستايل .
دغه مډال راوړونکي د بدني روزنې او سپورت د مالي او اداري مرستيال  قاسم حميدي او د المپيک د ملي کميټي د اجرائيوي رئيس دادمحمد اختري په وړاندې د سوغاتونوپه ورکولو سره وستايل شول.
پاى \ ج \  ذ              

کابل باختر دچنګاښ    ٣١ نيټه :
دلوګر ولايت داکاډمي  کرکټ ټيم نن اتل شو .
  دلوګر ولايت دکرکټ بورد آمر اسرار  احمدزي  باختراژانس ته وويل چې ددغوسياليو په پاى کې  داکاډمي دکرکټ  ټيم دشاهين دکرکټ پرټيم بريالى شو  او لومړى مقام وګاټه .
دکرکټ شل اوريزه سيالۍ  يوه مياشتې مخکې ددغه ولايت له مرکزاو ولسواليو څخه دشپاړلسو  ټيمونو دورزش دودې او دځوانانو ترمنځ ديو والي درامنځته کولو په موخه دعينکو دمس په همکارۍ   دلوګر ولايت دکرکټ بورد دامريت له خوا  پل شوې وه .
په لوګر ولايت کې دکرکټ مينه وال دزياتيدو په حال کې دى .  خو په دغه ولايت کې دکرکټ لوبغاړي دورزشي ډګرونو له نشتوالي څخه شکايت لري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم


 

کابل \باختردچنګاښ دمياشتې٣٠ نيټه : 
د لامبو وهلو فدراسيون نن په اوبوکې له ډوبيدو څخه د ژغورنې روزنيز پروګرام  د کابل د لامبو وهلو په ډنډ کې جوړ کړ.
په دې روزنيز پروګرام کې د کابل دلامبو وهلو د ډنډونو څلويښتو تنو کارکوونکو ګډون کړى و.
د لامبو وهلو د فدراسيون رئيس قاسم حميدي باختر آژانس ته وويل چې دغه پروګرام د لومړي ځل لپاره په کابل کې جوړ شو او په دې پروګرام کې له پيښو سره د مبارزې ملي اداره او د روغتيا د دريڅې موسسه همکاري کوي.
دغه فدراسيون په پام کې لري چې په روان کال کې د بلخ، هرات او باميانو په ولايتونوکې دغه شان روزنيز پروګرامونه جوړ کړي  .
پاى \ ج \ ذ

Page 8 of 538