20 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

کابل/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د کندز په...

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د نورستان په نورګرام...

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

داسعدا آبادښار/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: شپاړلس تنه دهېواد په ختيځ کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

کابل باختر دکب څلورمه :؛
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات نن له شلو ورزشي  او داته ويشتو تحصيلي بنسټونو له چارواکو سره  د همکارى تفاهم ليکونه  لاسليک کړل .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، ددغو تفاهم ليکونو پربنسټ تحصيلي او ورزشي بنسټونه  هغو ځوانانو ته  چې دځوانانو چارو دمعينيت له خوا  هغوى ته معرفي کېږي په تخفيف او آن په وړيا توګه دزدکړې او ورزش  فرصتونه برابروي .
  دځوانانو دچارو معين  ددغه تفاهم ليکونو له لاسليک کولو مخکې  په لنډو خبرو کې وويل  چې دځوانانو دچارو معينيت  هلې ځلې کوي  چې دهېواد ځوانانو ته دزده کړې اوورزش  زمينې برابرې کړي .
دده دڅرګندونوله مخې ،  ددغو تفاهم ليکونولاسليک  کول ددغه  ادعا ثبوت دى .
ده په ټينګار سره وويل چې دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دشهيدانو کورنيو ته لومړيتوب ورکول کېږي .
وروسته دکابل ښاروالۍ  دفرهنګي چارو رييس او دخصوصي پوهنتونونو او دلوړو زده کړو دموسسو داتحاديې استازي سيد مصطفي سعيدي خبرې وکړې  او دځوانانو دچارو له معينيت سره يې  ددغې اتحاديې همکارى څرګنده کړه .
ويل کېږي  چې ددغو تفاهم ليکونو  په تطبقولو سره ديارلس زره تنه ځوانان کولاى شي  چې  دخپل علاقې وړ  څانګو کې  زد ه کړې او ورزش ته دوام ورکړي .
  ختم_ج _ اکرم

کابل باختر دکب څلورمه :
دځوانو تکواندو کارانو دانتخاباتي سياليو نهم پړاو په کابل کې پيل شوې .
دتکواندو دملي ټيم ښوونکي بشير ترکي  دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په دغوسياليو کې  ٩٨ ورزشکارانو ګډون کړى دى
تره کي وويل چې دغه سيالۍ  په لسو وزنونو کې دبدنې روزنې درياست په جمنازيوم  کې ترسره کېږي .
دده دڅرګندونوله مخې، ددغه سياليو هدف دهېواد دځوانانو ملي ټيم  ته  دانتخاباتي  سياليو لپاره دڅلويښتو تنو غوره څيرو  ټاکنه ده .
  ختم_ شکريه – اکرم

نوى ډيلى / آزادۍراډيو/ دکب دمياشتې ٤نيټه :
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د ايرلينډ کرکټ له لوبډلې سره دويمه سیالي             ترسره کوي .                                                                                                           دافغانستان او ايرلينډ  دغه شل اوريزه  کرکټ سیالۍ په هند کې ترسره کېږي.                                 لومړۍ سیالي د پنجشنبې په ورځ وه چې افغانستان په پنځو ویکټو وګټله.                           د افغانستان او ایرلينډ سیالي نن د مازیګر په پنځه نیمې بجو پیلېږي.                             دغه لړۍ به د مارچ تر پنځلسمې نيټې پورې دوام وکړی.                                                   پاى\ذکرالله \

آزادۍ راډيو/ د کب دمياشتې ٣مه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون پنجشنبه له ایرلنډ سره د لوبو د لړۍ لومړۍ مسابقه په پنځو ویکټو وګټله. 
لوبه لومړى ایرلنډ پیل کړه چې په ٢٠ آوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو           ۱۳۲منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان لوبډلې دغه هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په داسې حال کې چې ۴ توپونه یې لا پاتې وو، پوره کړ.   
د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې محمد نبي محمدي وکړې چې د غوره لوبغاړي لقب هم ورکړ شو.  
نبي د ۵ څلوریزو او یوې شپږیزې په وهلو سره په ۴۰ توپونو ۴۹ منډې وکړې.
ورپسې نجیب ځدراڼ و چې د ۳ څلوریزو او یوې شپږیزې په وهلو سره یې په ۳۶ توپونو ۴۰  منډې وکړې. 
افغانستان به د هند په دهرادون ښار کې له ایرلنډ سره د لوبو په دې لړۍ کې چې د راروانې مارچ میاشتې تر ۱۵مې پورې دوام کوي، پر پرونۍ لوبه سربېره ۲ نورې    ۲۰ آوریزې، پنځه یو ورځنۍ لوبې او یوه ټېسټ لوبه وکړي.
د دواړو ټیمونو دويمه ٢٠ آوریزه لوبه به سبا شنبه وي.    
پاى \ذکرآلله

 

Page 9 of 560