22 April 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د بهرنيو چارو وزارت  دميلمستون  دجوړولوکار پيل شو .

د بهرنيو چارو وزارت دميلمستون دجوړولوکار پيل شو .

کابل باختر د ثور لومړى : د بهرنيو چارو...

دکابل ښاريانو برېښنا عادي حالت غوره کوي .

دکابل ښاريانو برېښنا عادي حالت غوره کوي .

کابل باختر د ثور لومړى : د برېښنا دلېږدونې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

کابل \ باختردکب دمياشتې  ٥ نيټه :
دکورش دفدراسيون په عمومي ټولنه کې سيد محمود ضيا دشتي دکورش
دفدراسيون درئيس په توګه انتخاب شو.
دباختر آژانس دخبرله مخې ؛ دکورش فدراسيون درياست پست دنيولو لپاره احسان نيرو او سيدمحمود دشتي نوماند شوي  وو چې درايي ورکولو له بهير څخه وروسته سيدمحمود دشتي دکورش دفدراسيون درئيس په توګه انتخاب شو.
پاى \سعيده \ ذ

کابل \ باختردکب دمياشتې  ٥ نيټه :
دکابل  دواليبال دټيمونو دښوونکو دواليبال دټولنې په عمومي فدراسيون  کې خپل استازى انتخاب کړ.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛   په هغې غونډه کې چې له همدې امله  دکابل دواليبال دټيمونو  ښوونکو په ګډون دورزشي  فدراسيونونو دانتخاباتو  دترسره
کولو د کميسون تر نظر لاندې جوړه شوه .
محمد ناصر نوري په کابل کې د واليبال د فدراسيون استازي د مسوول په توګه انتخاب شو .
پاى \سعيده \ ذ

 

کابل باختر دکب پنځمه
دهېوادد ازادو مبارز ورزشکارانو بازمحمدمبارز او احمد ولي هوټک تيره شپه خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه .
  دباختراژانس دخبرله مخې د اي سي بي دسازمان په هغو سياليو کې  چې تيره شپه په دوبې کې ترسره شوې په لومړي لوبه کې  احمد ولي هوټک وکړاى شول  په دريم پړاو کې خپل اوکرايني سيال ته ماتې ورکړي .
دغه راز په بله لوبه کې بازمحمد مبارز داسکاتلندي  لوبغاړي په وړاندې ودريد او په دريم پړاو کې يې وکولاى شول  خپل سيال ته ماته ورکړي .
  په همدې مقصد دبدني روزني او دسپورت دلوى رياست درهبري هئيت  دهېواد دازادو نامتو مبارزو دغو دوو تنوداتلوالى له امله ،  ورزش دوستو خلکو او دهېواد ورزشکارانو ته مبارکي  وايي .
دغه راز دبدني روزنې او سپورت  دلوى رياست د رهبري هئيت ټينګار کړي دى چې ددغو دوو ورزشکارانو اتلولي يې ثابته کړه او دهېوادځوانان اوورزشکاران په لوړ همت او له ټولو سياسي قومي ژبنيو نژادي  ډلبنديو څخه پرته د افغانستان دخلکو دعزت او سر لوړي په خاطر مبارزه کوي  او په خپلې اتلولى  سره دهېواد دبيلابيلو قومونو ترمنځ وحدت اوپيوستون رامنځته کړي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

کابل باختر دکب پنځمه
په مزارشريف ښار کې  له يوولسو ولايتونو څخه د فول رزم دڅانګې څه  دپاسه  سلو تنو ورزشکارانو  دوستانه لوبې کوي .
دهېواد  دفول  رزم  فدراسيون  دسکرتر جنرال مسوول  سيد حسن علمداري دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغوسياليو کې دلويانو او ماشومانو په دوو  څانګو  کې يوسلو  څوارلس  تنو ورزشکارانو په مزارشريف ښار کې په دريو ورځو کې  دهېواد په کچه  دملي منتخب  ټيم ته دغوره  څيرو  دپيژندلو او انتخابولو لپاره لوبې کوي .
علمداري زياته کړه  چې دفول رزم څه دپاسه څلويښت زره تنه ورزشکاران په يو ويشتو ولايتونوکې په ورزش بوخت دي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

Page 10 of 523