19 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صلاح الدين رباني دترکمنستان دبهرنيو چارو له وزير سره وکتل .

صلاح الدين رباني دترکمنستان دبهرنيو چارو له وزير سره وکتل .

کابل باختر د سلواغې نهه ويشتمه :؛ دافغانستان داسلامي جمهوريت...

 داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خبرتيا

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خبرتيا

کابل باختر د سلواغې نهه ويشتمه :؛ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

کابل \ باختر دسلواغې ١٨ نيټه :
د افغانستان دکرکټ ملي ټيم د کرکټ  د ٢٠  آوريزو سياليو  جام ترلاسه کړ.
د هېواد دکرکټ ملي ټيم  د زيمبابوي  د کرکټ په ملي ټيم  په دويم برياليتوب سره   د دغو سياليو  جام ترلاسه کړ.
دويمه لوبه  دافغانستان د کرکټ ملي تيم  پيل کړه  او په شلو آورونوکې د نهو لوبغاړو په سوځيدو سره   ١٥٨ منډې جوړې کړې.
په دې لوبه کې  محمد نبي  ٤٥ منډې ، کريم صادق ، ٢٨ منډې ، اصفر ستانکزي  ٢٧منډې او نجيب ځدران  ٢٤ منډې جوړې کړې .
په دې لوبه کې د زيمبابوى ټيم څخه تيندل چترال د افغانستان د ټيم درې لوبغاړي ،  کايل جلول دوه لوبغاړي ، موزرباني  دوه  لوبغاړي او ګرين  دوه لوبغاړي وسوځول.
دغه راز  د زيمبابوې ټيم  وکولاى شول  په  شلو آورونو کې د پنځو لوبغاړو په  سوځيدوسره ١٤١ منډې ترسره کړي.
د افغانستان دکرکټ ملي ټيم   په لومړۍ لوبه کې هم د پنځو ويګټو په توپير سره د زيمبابوې پر ټيم بريالى شوى و.
دغه سيالۍ د متحده عربي اماراتو د شارجې  دکرکټ په لوبغالي کې پيل شوي دي.
دغه برياليتوب به د هېواد دکرکټ د ملي ټيم   د صعود سبب شي.
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم   د شل آوريزو سياليو په نهم مقام کې دى او  په دغه برياليتوب سره اتم مقام ته د لوړيدو  امکان يې شته دى. 

 کابل \ باختر دسلواغې ١٨ نيټه :
د کرکټ سراسري سيالۍ په ننګرهار ولايت کې پيل شوې .
په دغو سياليو کې له ننګرهار ولايت  څخه  ٣٣ لوبډلو ګډون کړى دى چې د بټي کوټ ولسوالۍ دکرکټ په لوبغالي کې پيل شوي دي  .
د ننګرهار ولايت دکرکټ بورډ يو مسوول باخترآژانس ته وويل ؛  چې د دغو سياليو د ترسره کولو هدف د ځوانانو ترمنځ د کرکټ د ورزش وده  او د دغې ورزشي څانګې د غوره څېرو  پيژندل دي.
دغه سيالۍ به  دوولس ورځې دوام  وکړي.

کابل باختر د سلواغې  اوولسمه :
المان او هندوستان په جوزجان ولايت کې  ښځو ته  يو تجارتي مرکز او يو لوبغالي جوړوي .
  دغو هېوادونو ژمنه کړې ده چې  دغه تاسيسات  په روان ميلادي کال کې  په دغه ولايت کې جوړوي .
  دجوزجان والي  مولوي لطف الله عزيزي دغه ټکى  پرون  ددغه ولايت  له ښځو سره  په مشورتي غونډه کې  څرګنده  کړه  او ويې ويل  چې تجارتي مرکز او  لوبغالي په لازمو امکاناتو سمبال چې ښځو ته  په ورزشي او تجارتي برخو کې  ځواب ورکوونکي وي  جوړيږي .
  ده په دې غونډه کې  د ښځو ستونزې ېې واوريدې او دهغو دحل کولو په مقصد يې  اړوندو دولتي بنسټونوته  لارښوونې وکړې .   ختم_ ج _ اکرم

کابل \ باختر دسلواغې ١٧ نيټه :
دکرکټ ملي ټيم  په خپله لومړۍ شل آوريزه لوبه کې دپنځو ويکټو په توپير سره وکولاى شول دزيمبابوې ټيم ته ماتې ورکړي.
دهېواد دکرکټ ملي ټيم تيره شپه  وکولاى شول په لومړي شل آوريزه لوبه کې  دپنځو ويکټوپه توپيرسره په  عربي متحده امارتو کې دشارجې په لوبغالي کې دزيمبابوې  ټيم  ته ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې لومړى توپ اچونه دزيمبابوې ټيم پيل کړه او په وروستي آور کې دنهو لوبغاړو په سوځيدو سره  وکولاى شول يوسلو شل منډې ترسره کړي.چې دهيوادکرکټ ملي ټيم په څوارلسم آورکې ټاکلى هدف پوره کړ.
ټاکل شوې  ده دهېواد دکرکټ ملي ټيم نن شپه دافغانستان په وخت دماښام په  اوو بجو او ديرشو  دقيقو خپله دويمه لوبه ترسره کړي .
پاى \ سعيده  \ ذ

Page 2 of 513