25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ دلړم ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد...

 يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

۳۷- کابل / د لړم ۳مه / باختر يو دېرش...

 پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

۳۶- کابل / د لړم ۳مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په غزني کې د سولې په ملاتړ د بایسکل ځغلونې سیالي وشوه

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۲۵ مه / باختر
په غزني ښار کې د سولې او جمهوریت د ملاتړ په موخه د نجونو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالي وشوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمریت، دغه سیالي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نظام او د سولې د ملاتړ ترنامه لاندې د ورزشکارو نجونو ترمنځ په غزني ښار کې پیل کړه.
د یاد آمریت مسوول مزاري محجوب، د دغې سیالۍ د ترسره کولو موخه د استعدادونو پېژندنه او د ورزشکارو نجونو هڅونه وبلله.
هغه زیاته کړه چې په ورزشکارو نجونو کې فوق العاده استعدادونه شته او هیله من دي چې د دغو ورزشکارانو په انتخاب سره، په راتلونکي کې وکولای شي د نورو ولایتونو د بایسکل ځغلونې له ټیمونو سره سیالي وکړي.
په غزني کې ورزشکارې نجونې د امکانانو او معیاري بایسکلونو د نشتوالي او د دولت او ورزشي ملاتړو بنسټونو پر نه پاملرنې شکایت لري.
ختم/ع

 

Last modified on Friday, 16 October 2020 14:21

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.