25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزولو

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزولو

کابل/ دلړم ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد...

 يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

۳۷- کابل / د لړم ۳مه / باختر يو دېرش...

 پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

۳۶- کابل / د لړم ۳مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د فوټبال غوره لیګ سیالۍ او د هېوادوالو خوښۍ

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د تلې ۲۶مه / باختر
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ پرون پای ته ورسېدې. په وروستۍ لوبه کې فضا خورا پرتیمنه او له خوښیو ډکه وه. د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ داسې مهال ترسره شوې چې په هېواد کې امنیتي وضعیت کړکېچن دی. په هلمند کې زوره وره جګړه روانه ده او زرګونه کورنۍ د جګړې له کبله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړشوي دي. د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم جګړه روانه ده او خلکو ته په کې د سر او مال زیان اوړي. همدارنګه په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې غلاوو او شوکو زور اخیستی دی او د یو موبایل لپاره ښه ښه ځوانان وژل کېږي. په دغه راز یو حالت کې په کابل کې په غازي لوبغاړي کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې او پرون ماښام پای ته ورسېدې. د نوروټولو لوبو په څېر د فوټبال غوره لیګ سیالیو وروستي پړاو ته دوه لوبډلې راوتلې وې: سیمرغ آلبرز او شاهین آسمایي. لوبه یو صفر د شاهین آسمایي په ګټه پای ته ورسېده. دواړو ډلو ښه لوبه وکړه او دا یې وښوده چې د افغانستان فوټبال د پرمختګ په حال کې دی.
پرونۍ لوبه له څو اړخونو د پام وړ ده:
لومړی: لکه پورته چې وویل شول د غوره لیګ سیالیو او په ځانګړي ډول پرونۍ لوبې په ډاګه کړه چې د افغانستان فوټبال د پرمختګ او معیاري کېدو پر لورخوځېدلی دی.هم لوبغاړي ښه شوي دي، هم د دوی روزونکي او هم ژوري. دا موږ هیله من کوي چې د افغاستان فوټبال به د شهرت او پرمختګ لوړو څوکو ته ورسېږي.
دویم: له فوټبال سره د خلکو مینه ډېره شوېده. په غازي لوبغاړي کې پرون د خلکو ګڼه ګوڼه زښته ډېره وه. د کابل ناوړه امنیتي حالت او د غلو سپین سترګۍ او ګواښ ته په کتو، چا اټکل نه کاوه چې دومره ډېرخلک دې د فوټبال نندارې ته لاړشي؛ خو خلکو په ډېره مینه او لیوالتیا دا لوبه ننداره کړه.  د خلکوپه څېرو کې خوښۍ او خوشحالۍ څپې وهلې، د نندارچیانو ولولو او احساساتو د لوبغاړي فضا خورا پرتمینه کړې وه. په نندارچیانو کې هر ډول خلک وو: نارینه، ښځې، سپین زیري او ځوانان  او ان کوچني ماشومان. ډېرو پر خپلو مخونو د افغانستان ملي بیرغونه رسم کړي وو، په غاړو کې یې هم ملي بیرغونه اچولي وو. یانې پرونۍ فضا د کلمې په رښتینې مانا د یو ملي جشن  فضا وه، د یووالي فضا وه، د هېوادپالنې د احساساتو او ولولو د څرګندولو  فضا وه، د ملي ارادې  د ښکاره کولو فضا وه او د یوډول ملي غرور فضا وه. د خلکو پرونیو ولولو او احساساتو وښوده چې دا ملت له ټولو ناخوالواو  ستونزو سره سره، ویښ او بیدار دی، ژوندی دی او هوښیاردی، دا ملت د خپلې راتلونکې په اړه ډاډمن او باوري دی او هیله من دی چې دا تورې او سختې ورځې هرومرو مخ پر تېرېدو دي.
موږ باید خپل فوټبال او نورو لوبو ته لا ډېرپام واړوو، وده او پرمختګ ورکړو او له نړیوالو معیارونو سره یې برابر کړو. دا زموږ ملي مسوولیت دی.
پاى- ن.ش.

Last modified on Sunday, 18 October 2020 04:24

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.