20 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

کابل/ دلړم۲۸مه/باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني...

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

کابل/دلړم۲۸مه/باختر د پکتیا د ځاځي آریوب او سېدکرم ولسوالیو په مربوطاتوکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

نيوفول کانتک په هيواد کې دودې په حال کې يو ورزش

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دليندي  اته ويشتمه
دنيوفول کانتک ورزشکارانوتراوسه پورې له سيمه ئيزواو نړيوالو سياليو څخه دسرو زرو سپينو زرو او دژيړ يو سلو يو اويا مډالونه ترلاسه کړي دي .
نيوفول کانتک چې يو رزمي ورزش دى په ١٩٨٢ميلادي کال کې په جاپان کې رامنځته شوى دى او په ٢٠٠١ ميلادي کال کې يې دامير حسين حيدري له خوا افغانستان ته لاره وموندله او رواج شو .
ددغې ورزشي  څانګې  فدراسيون دالمپيک دملي کميټې په چوکاټ کې ثبت او راجستر شوى دى.
ددغې څانګې ورزشکاران له پيل څخه تراوسه پورې په دې بريالي شوي دي چې په ملي او نړيواله کچه په يو زيات شميرورزشي سياليو کې ګډون وکړي او په دې بريالي شوي دي چې له دغو سياليو څخه دسروزرواو دژيړو يو سلو يو اويا مډالونه ترلاسه کړي .
  دفدراسيون درييس امير حسين حيدري  دڅرګندونو له مخې، نيوفول کانتک  دکاراتي او دسوک وهلو په ډول او په لاس او پښو سره اجرا کيږي .
حيدري چې دباختر اژانس له خبريال سره يې خبرې کولې وويل :دنيوفول کانتک وروستي سيالۍ څه موده مخکې ترسره شوه اوزموږ ورزشکاران ددغې ورزشي  څانګې دنړيوالو سياليو په شپږم پړاو کې چې دترکيې په استانبول ښار کې ترسره شو وکولي شول دلسو هيوادونو دورزشکارانوترمنځ دوه دسرو زرو مډالونه ، درې دسپينو زرو مډالونه اويو دژيړو مډال ترلاسه کړي .
  دالمپيک دملي کميټې ويندوى مجيب الرحمن رحماني وايي، ددغو سياليو تر څنګ دنيوفول کانتک دنړيوال  فدراسيون  له خوا دنړۍ ددوه اتيا هيوادونو ورزشکارانو ته په ترکيه کې يو روزنيز سيمينار هم جوړ شوچې دمبارزې ، کاتا ، اخلاقو او حکمتوب  په برخو کې و چې له افغانستان څخه دمبارزې په برخه کې  نعمت الله يوسفي اومهدي صفدري  کانديد و خونتيجه يې ترلاسه نه کړه .
په کاتا برخه کې محمد رضا بصير وکولي شول لومړى مقام وګتي اودښوونکي په برخه کې دنيوفول کانتک فدراسيون رييس امير حسين حيدري دنړۍ په کچه ددغې ورزشي  څانګې د ډير ښه ښوونکي په توګه انتخاب شول .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.