دسنګردفوټبال ټيم دنجونو دفوټبال دسياليو اتل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٩ :
دنجونو دفوتبال انتخاباتي سيالۍ دسنګردفوتبال دټيم په وړاندې پاى ته ورسيدي
دباخترا ژانس دخبرله مخې  دغه سيالۍ چې دنجونو دلسو ټيمونو ترمنځ  په ګول پروژه  کې پيل شوي دي  لس ورځې يې دوام وکړ چې ددغو سياليو په پاى کې دسنګرټيم لومړۍ مقام اود ګلوبل اوازادي ټيمونو دويم او دريم مقامونه وګټل.
دافغانستان دفوتبال فدراسيون درسنيو مسوول احمدشاه ساير دباختراژانس خبريال ته وويل ددغو سياليو په پاى کې دنجونو دفوتبال ملي ټيم ته ديرش غوره څيرې  دنجونو دفوتبال له ټيمونو  څخه وټاکل شوې .
دغه راز په دغوسياليو کې دروزنتون له ټيم څخه فهيمې داتو ګولونو په وهلو سره دنجونو دډيرې ښې ګول وهونکې  اودګلوبل له ټيم څخه موناحميدي ددغو سياليو  ډيرې ښي لوبغاړې انتخاب شوې .
ددغو سياليو په پاى کې  دفوتبال فدراسيون له خوا برابر شوي کپونه اوسوغاتونه دالمپيک  دملي  کميټې دسکرتر جنرال جان عالم حسين  اودفوتبال فدراسيون درييس کرام الدين کريم له خوا ګټوونکو ټيمونو ته ورکړشول.
 

back to top