27 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د اجرائيه رياست يو سلاکار په کندز کې ترور شو

د اجرائيه رياست يو سلاکار په کندز کې ترور شو

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۶ مه د اجرائيه رياست سلاکار...

  په بدخشان تېرتاريخ خوراکي توکي راټوليږي

په بدخشان تېرتاريخ خوراکي توکي راټوليږي

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۶ مه په بدخشان ولايت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حامدکرزي د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې غړو ته د جنوبي آسیا په سیالیو کې د ا تلولې له ګټلو وروسته، نن سهار د کابل په نړیوال هوایي ډګرکې هرکلی ووایه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل باختر دوږي  يو ويشتمه :
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د جنوبي آسیا په سیالیو کې د ا تلولې له ګټلو وروسته، نن سهار هېواد ته راستنه شوه.
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په داسې حال کې چې د کابینې او ملي شورا ځیني غړي او د فوټبال ملي لوبډلې ته د هرکلي او راغلاست د عالي دولتي کمیسیون رئیس او غړي هم ورسره و، د کابل په نړیوال هوایي ډګرکې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته ښه راغلاست و وایه او د جنوبي آسیا د فوټبال د اتلولۍ د ګټلو له امله یې هغوی ته مبارکي وویله.
حامدکرزي د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې له هر غړي  سره له نږدې روغبړ وکړ او هغوی یې وهڅول چې په راتلونکي کې هم خپل هېواد ته ستر ویاړونه راوړي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرون د نیپال په پلازمېنې کتمندوکې د هندوستان ملي لوبډلې ته دصفر په مقابل کې په دوو سره ماته ورکړه او د جنوبي آسیا د فوټبال اتلولي یې وګټله.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.