25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبرتيا

خبرتيا

کابل/ د لړم ٤مه/ باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د...

د القاعده شبکې دويم  نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

د القاعده شبکې دويم نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

غزني/ د لړم ٤مه/ باختر د غزني د ملي امنيت رياست...

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

کابل / د لړم ۴ مه / باختر د ننګرهار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دفوټبالرانو د ملاتړ صندوق جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ دسنبلي٢٣
د هيواد فوټبال فدراسيون په چوکاټ کې د فوټبالرانو د ملاتړ صندوق جوړ شو.
دغه صندوق د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو او د هيواد د فوټبال فدراسيون په همکارۍ د پنځه کسيز خپلواک بورد ترنظر لا ندې جوړ شوى دى.
دباخترآژانس دخبريال د خبر له مخې: د افغانستان د فوټبال فدراسيون رييس کرام الدين کرام نن مازيګر په يو خبري کنفرانس کې د هيواد د فوټبال د ملاتړ د وجهي صندوق د جوړولو خبر ورکړ او زياته يې کړه چې د هيواد د فوټبال فدراسيون او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوخونو د هيواد دفوټبال د ملاتړ په مقصد د يو پنځه کسيز خپلواک بورد ترنظر لاندې چې غړي يې د افغانستان دفوټبال فدراسيون رييس کرام الدين کرام ، په ولسي جرګه کې دخلکو وکيله شکريه بارکزي، دافغانستان د فوټبال دغوره ليک کمشنر شفيق ګوهري ، د هيواد دفوټبال د ملي ټيم سر ښوونکى محمديوسف کارګر او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د عامل هيئت رئيس محمد قربان حقجو دي؛ يو وجهي صندوق جوړ شوى دى.
دافغانستان دفوټبال فدراسيون رييس ددغه وجهي صندوق د جوړولو هدف د هيواد دفوټبال ملاتړ، وده او پياوړتيا او په خپل وخت د افغانستان له فوټبالرانو سره مرسته وبلله.
ده وويل: دافغانستان له فوټبال سره د موسسو او د انفرادي اشخاصو مرستې به محفوظې او خو ندي وي.
دغه راز کرام الدين کرام په دې خبري غونډه کې په داسې حال کې چې د افغانستان دفوټبال د ملي ټيم غړي حاضروو؛ دهيواد دفوټبال د ملي ټيم په نسبت د خلکو د تاوده هرکلى يادونه وکړه او زياته يې کړه: دافغا نستان دفوټبال د ملي ټيم بې سارى هرکلى زموږمسووليتو نه لاپسې درانده کړي دي. زياتې هلې ځلې کيږي چې په دې برخه کې زيات برياليتوبونه ترلاسه شي.
دافغانستان دپارلمان غړې شکريې بارکزي چې ددغه بورد غړيتوب هم لري؛ وويل: جوړ شوى بورد به دغه وجهي صندوق ته د رسيدلو پيسو د لګولو دڅرنګوالي په کار کې د خلکو د هڅونې او ونډې اخيستنې د بهير دشفافيت اواغيزمنتوب د تامينولو مسوليت، مديريت او رهبري په غاړه ولري او ددغه صندوق دفتربه د هيواد دفوټبال په ملي فدراسيون کې وي.
دې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: په راټول کړاى شويو پيسو به په لومړى ګام کې د هيواد دفوټبال د ملي ټيم غړو ستونزې حل شي او هم به دفوټبال د وړتياوو او ظرفيتونو په لوړولوکې استفاده وشي.
دافغانستان د سوداګرۍ او صنايعو دخونو دعامل هيئت رئيس محمد قربان حقجو هم خبرې وکړې او زياته يې کړه: زه د هيواد له خلکو او په تيره بيا له پانګه والو څخه غواړم چې په دايمي توګه دې ددغه صندوق ملاتړوکړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.