کابل باختر دسلواغي نهه ويشتمه
دهرات ولايت دووشو انتخاباتي سياليو دريمه اوونۍ پرون مازيګر پيل شوه .
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه سيالۍ دسلواغي په پنځلسمه نيټه پيل شوي وي چې پکې دديارلسو کلپونو ورزشکاران په بيلابيلو وزنونوکې بلي لوبې کوي .
دخبرځاى د څرګندونو له مخې دغه سيالۍ دخداى عاشفان په فرهنګي سالون کې پيل شوي دي چې په پاى کې به ددغه ولايت دووشو منتخب ټيم ته غوره څيري انتخاب شي .

