17 May 2012

RSS Facebook

افغان سوک وهونکې نجلۍ لندن ته لاړه .

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغي نهه ويشتمه

 دهيواد  د ښځو دسوک وهلو دفدراسيون دنجونو دملي  ټيم غړي او دشپږ پنځوس  کېلوګرامو په وزن سوک وهونکې صدف رحيمي دشنبې دورځې په سهار دتمرينونو ددوام په مقصد لندن ته روانه شوه .

  صدف رحيمي  چې د٢٠١٢ کال دلندن دالمپيک  سياليو ته کانديده ده دنړۍ دسوک وهلو فدراسيون په بلنه  دشلو ورځو لپاره په يو روزنيز کمپ  کې تمرين کوي .

 صدف رحيمي پنځه کاله کېږي چې دسوک وهلو په څانکه کې  ورزش کوي او په  ٢٠١١ کال کې يې دتاجکستان په  نړيوالو   سياليو کې دسرو زرو مډال وګاټه .

  داچې دلندن د ٢٠١٢ کال  په سياليو کې دګډون له امله ډيره خوشحاله ده وويل دالمپيک  په سياليو کې دفعال ګډون په خاطر لوړو تمرينونو ته اړتيا لرم چې دغه زمينه راته برابره شوي ده اوزما يواځني هيله ده چې وکولاي شم دالمپيک  په سياليو کې خپل  هيواد ته وياړ وګټم .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.