17 May 2012

RSS Facebook

له شپاړس کلني څخه ښکته دهيواد دکرکټ ملي ټيم دبنکاک لوبو ته تياري نيسي .

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دکب  دويمه

 له شپاړس  کلن څخه ښکته دهيواد دکرکټ  ملي ټيم ديو لړ تمرينونه د ترسره کولو په مقصد د جلال اباد ښار ته لاړ .

 دهيواد  دکرکټ بورد درسنيو مسوول فريد هوټک  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل ددغو تمرينونو هدف  چې اته ورځې دوام کوي دايشيا چلنج کپ دلوبو لپاره تياري دي چې دبوټان ، چېن ، مالديف  ، متحده عربي اماراتو، قطر او دافغانستان دټيمونو په ګډون دفبروري  دمياشتې په ٢٩ نيټه په تايلند کې ترسره کېږي .

 ټاکل شوي ده له شپاړس کلني څخه ښکته  د هيواد دکرکټ ملي ټيم خپله لومړي لوبه د مالديف له ټيم سره ترسره کړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.