11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

   د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

-کابل/ دچنګاښ ٢١ مه /باختر نن د چنګاښ د مياشتې٢١ نيټه...

دوه تنه په چاودنه کې  ټپيان شول .

دوه تنه په چاودنه کې ټپيان شول .

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : په کاپل ښار کې...

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

جلال آباد / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

افغانان کولي شي په ټولو برخوکې وياړنې ترلاسه کړي

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د کب اوولسمه

 عبدالروف ابراهيمي دنړۍ  دسوک وهنې  له اتل حميد رحيمي سره  په کتنه کې دولسي جرګې ستاين ليک  ده ته ورکړ .

 دباختر اژانس  دخبر له مخې، په دې کتنه کې  په داسې حال کې چې دروغتيا او بدني روزنې  دکميسيون  رييس نقيب الله فايق هم حاضر و  دولسي جرګې  ستاين ليک دروغتيا او بدني روزنې دکميسيون  په پيشمهاد  دولسي جرګې  درييس له خوا  ورکړ شو .

  دولسي جرګې رييس  دهيواد ددغه اتل  دستاينې په ترڅ کې  په لنډو خبرو کې وويل ، افغانان کولى شي د ژوند په ټولو برخوکې خپل ګران هيواد ته ستر وياړونه ترلاسه کړي .

 ده له دولت څخه وغوښتل چې دهيواد دورزش په لاره کې پرتي ستونزې  لري کړي او دهيواد ورزشکارانو ته  ښه امکانات برابر کړي . ديوبل  خبر له مخې ،  دولسي جرګې دويم نايب  نعمت الله غفاري ددشت برچي د جمال له قومي مشرانو اومخورو سره  دخپل کار په دفتر کې وکتل .

  په دې کتنه کې  څو تنو دنورو په استازيتوب  ددويم نايب په پست کې دنعمت الله غفاري  دټاکنې له امله دمبارکي د څرګندولو په ترڅ کې  ده ته  دلوى خداى _( ج )  له دربار څخه  خلکو ته دخدمت په لاره کې  دزياتو برياليتوبونو هيله وکړه .

  په همدې حال کې دغونډې برخه والو خپلې سيمه ئيزې ستونزې هم  له دويم نايب سره طرحه کړې  .

  وروسته دويم نايب له هغوى سره  دکتنې له امله  خوښي څرګنده کړه اوژمنه يې وکړه  چې  دپاملرنې وړ سيمه ئيزو ستونزو  دلري کولو په باب به له اړوندو مراجعو سره  خبرې وکړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.