24 March 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لندن کې د ډار اچوونکې پيښې په باب دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت اعلاميه.

په لندن کې د ډار اچوونکې پيښې په باب دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت اعلاميه.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣ دبريټانيا دپارلمان مقرته څيرمه...

په بغلان ولايت کې دمجلس داستازي په يو غړي ناکام بريد.

په بغلان ولايت کې دمجلس داستازي په يو غړي ناکام بريد.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣ په بغلان ولايت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات ولايت کې دنجونو دفوټسال سيالۍ دوام مومي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
په هرات کې دنجونو دفوټسال  سيالۍ نن په دوو لوبو سره دوام مومي .
دهرات دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دارش ټيم د ميوند دبي له ټيم سره او دسرخ پوشانو ټيم دميوند له الف ټيم سره لوبې کوي .
دنوروزي دڅرګندونوله مخې :دنجونو دفوټسال  سيالۍ دنهو ټيمونو په ګډون په هرات کې پيل شوې دي .
ديوبل خبرله مخې :په هرات کې له شپاړلس  کلنۍ څخه ښکته دتنکيو ځوانانو دفوټبال د رده بندۍ په سياليو کې  دپيمان ټيم دپيام اسيا ټيم ته ماتې ورکړه .
  دنوروزي  دڅرګندونوله مخې  :دغه لوبه چې پرون مازيګر ترسره شوه دپيمان  ټيم دپنالتي  په ګوزارونو سره د دريو په وړاندې په څلورو سره دپيام اسيا ټيم ته ماتې ورکړه او دشپارلس کلنو ځوانانو دسياليو دريم مقام يې وګاټه .
ديادونې وړ ده چې دشپاړلس  کلنۍ څخه ښکته دتنکيو ځوانانو دفوټبال د سياليو په وروستي  پړاو کې دارش او سرخ پوشانو ټيمونه لوبه کوي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.