21 February 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هرات کې دفوټسال  سيالۍ دوام مومي .

په هرات کې دفوټسال سيالۍ دوام مومي .

کابل باختر دسلواغې دريمه : په هرات کې دفوټسال دغوره ليګ...

 دافغان او دبيک بير ټيمونه لوبه کوي .

دافغان او دبيک بير ټيمونه لوبه کوي .

کابل باختر دسلواغې دريمه : په هرات کې دفوټبال دغوره...

 دوه تنه ډار اچوونکي ټپيان شول .

دوه تنه ډار اچوونکي ټپيان شول .

کابل باختر دسلواغې دريمه : دزابل ولايت په مربوطاتو کې پرون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دافغانستان دکرکټ دملي ټيم لومړى برياليتوب .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردسلواغې نهه ويشتمه :
دهېواد دکرکټ ملي ټيم  په لومړنى  پنځوس اوريزو سياليو کې  دزمبابوي ټيم ته ماتې ورکړه . 
دباختراژانس دخبرله مخې .
دهېواد دکرکټ ملي تيم پرون دزمبابوي له تيم سره  پنځه ورځنۍ سيالى پيل کړې  .   دغه سيالۍ دزمبابوي په وړاندېز او کوربه توب پيل شوى دى .
دهېواد دکرکټ ملي ټيم  توپ وهنه وټاکله  اوپه نهه څلويښتو اورونوکې  دټولو لوبغاړو په  سوځيدو سره  دوه سوه پنځلس منډې  جوړې کړې .
  کوربه ټيم  لوبه کمزورى پيل کړه  او تر اووه ويشتمه آوره پورې  دڅلورو لوبغاړو په سوځيدوسره   نهه نوي منډې  جوړې کړې . چې لوبه د باران داورښت له امله  ودرول شوه .
دلوبې  حکمانو د دي- اس- ال دقاعدې له مخې  دافغانستان دکرکټ ملي ټيم  د دولسو منډو په توپير ګټوونکى اعلام کړ .
  دهېواد دکرکټ دټيم په برياليتوب کې اصغر ستانکزي ،  نورعلي ځدران او رحمت  شاه  مهمه ونډه ترسره کړه .
ددغو دوو ټيمونو ترمنځ دويمه لوبه د کب دمياشتې په لومړى نيټه ديکشنبې په ورځ دزمبابوي په پايتخت  حراري  ښار کې  ترسره کيږي .
زمبابوي  له ٢٠١٥ کال څخه  تراوسه پورې نهه ويشت  پنځوس اوريزې  نړيوالې سيالۍ ترسره کړي دي . چې يوازې  نهه لوبې يې ګټلي دي خو زموږ  دهېواد دکرکټ ملي ټيم  په دې موده کې نولس  لوبې ترسره کړي دي چې لس لوبې ګټلي دي .
دهېواد دکرکټ ملي ټيم  په  ٢٠١٥او ٢٠١٦ کلونوکې کوربه ټيم ته  په دوو پنځوس اوريزو سياليو کې  ماتې ورکړې ده .
دهېواد کرکټ ټيم لوبغاړو زمبابوي ته په ماتې ورکولو سره  ريکارد ټينګ کړى دى .  لومړى ځل و  چې  دويمه درجه ټيم  لومړى درجې ټيم او دکرکټ نړيواله شورا دايمي  غړي  ته ماتې ورکوي .
دهېواد دکرکټ  ملي ټيم  په دغو برياليتوبونو سره دکرکټ  دنړيوالې شورا  په رده بندۍ کې  د کوربه  له ټيم څخه مخکې شوې ده .  چې افغانستان  په لسم او زمبابوي په يوولسم  مقام کې ځاى لري .   دزمبابوي کرکټ بورد  دغوسياليو ته  خپل ډير غوره لوبغاړي انتخاب کړى دى . چې ،پي جي مور ډير غوره ال رونده  لوبغاړه دي . خو زموږ دهېواد کرکټ بورد په شهزاد محمدي ، اصغر ستانکزي او نور علي ځدران  حساب کوي .
ددغوسياليو  ګټوونکى  دڅو نورو برياليتوبونوسره  د ٢٠١٩ کال  نړيوال جام ته لاره مومي .
دافغانستان دکرکټ  پرمختيايي ټيم  په پنځو يو ورځنيو پنځوس اوريزو سياليو کې  دزمبابوي ټيم ته ديوې په وړاندې په څلورو سره ماتې ورکړه او  داتلوالى له جام سره هېواد ته راستون شو .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.