25 July 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دافغانستان دکرکټ ملي ټيم د ايرلنډ دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دکب پنځه ويشتمه :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم نن  په لومړي پنځوس اوريزه  لوبه کې  دايرلنډ دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړه .
  دباختراژانس دخبرله مخې :  دافغانستان دکرکټ ملي ټيم داوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره  دوه سوه درې نوي منډې  جوړې کړې .  چې دايرلنډ دکرکټ  ملي ټيم  په پنځوسو اورونو کې دخپلو ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ٢٦٢ منډې ترلاسه کړې . او په دې ترتيب دافغانستان  دکرکټ ملي ټيم  لومړې پنځوس اوريزه لوبه  دايرلنډ دټيم په وړاندې په برياليتوب سره پاى ته ورسوله .
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم  دايرلنډ له ټيم سره  څلور نورې پنځوس اوريزې لوبې پرمخکې  لري .
مخکې له دې دهېواد  دکرکټ ملي ټيم  په دريو شل اوريزو لوبو کې هم  دايرلنډ دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړې وه .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.