24 May 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په هرات کې دکانکور ازموينه واخستل شوه

په هرات کې دکانکور ازموينه واخستل شوه

هرات باختر د غبرګولي دريمه : په هرات ولايت...

دشهيدان شويو پوليسو له شلوکورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر د غبرګولي دريمه : په زابل ولايت کې پرون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجراييه رييس : له ورزش څخه دملي يو والي او پيوستون په لور ديون په توګه استفاده وکړئ .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دثور ٢٢:
دهېواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون  په هغه ستره غونډه کې چې دورزشکارانو او دهېواد دبيلابيلو کلپونو او اتحاديو داستازو په ګډون داجراييه رياست په انګړ کې  جوړه شوې وه  ګډون او وينا وکړه .
   داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  په دې غونډه کې  د ورزش  يوشمير استادانو او اتلانو او دورزشي  کلپونو او اتحاديو استازو خبرې وکړې  او خپلې غوښتنې  او نظريې يې  په يوه صميمي فضا کې دهېواد له اجراييه رييس سره  طرحه کړې .
  دهېواد اجراييه رييس  په دې غونډه کې  په خپلو خبرو کې  دهېواد ورزشکاران  اتلان او ددغه هېواد زړه ور بچيان وبلل . چې د ستونزو په زغملو سره  خپلو هېوادوالو ته  هيلې او ښادي رامنځته کوي .
  اجراييه رييس دغه راز  په نړيوالو سياليو کې دورزشکارانو برياليتوبونه او اتلوالى  وستايلې  او دغه برياليتوبونه يې دافغانستان  ملي وياړ وبلل او ورزشکاران يې  دهېواد  دپت او وياړ سفيران وبلل .
  اجراييه رييس  په خپلو خبرو کې  په هېواد کې دننه د ورزشکارانو وياړنې او برياليتوبونه وستايل او په يووالي ، پيوستون او داتحاد په اصل او دملي وحدت  دټينګښت  او متقابل درناوى په لاره کې له ورزش  څخه  په استفادې  ټينګار وکړ .  دهېواد اجراييه رييس ورزش  دروغتيا او ديوې سالمې ټولنې دجوړولو او له روږديتوب او دنشه يي توکو له استفادې  څخه  دلرې والې په لور مهم ګام وباله
دهېواد اجراييه رييس  دغه راز  دهېواد ورزشکارانو ته  لارښوونه وکړه چې ورزش  سياسي نه کړي . او ژمنه يې وکړه چې دورزش  په ټولو برخو کې او دورزشکارانو دودې په خاطر  نه دسياسي هدفونوپه خاطر دورزشکارانو ملاتړ او همکاري کوي .
  دهېواد اجراييه رييس ددغې غونډې په پاى کې  دورزش  يوشمير استادانو او اتلانو ته  دنورو برخه والو په استازيتوب ستاين ليکونه ورکړل  او هغوى ته يې دبرياليتوب او سرلوړي  هيله وکړه .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.