19 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد د کرکټ ملي ټيم هېواد ته راستون شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دغبرګولي دمياشتې  ٣٠:
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د ويست انډيز دکرکټ له ملي ټيم سره د شپږو٢٠    آوريزو او يوه يوه ورځنۍ نړيوالو سياليو له ترسره کولو وروسته پرون هېواد ته راستون شو.
په دريو٢٠ آوريزو لوبوکې د ويست انډيز ټيم بريالي شو، خو د يوه ورځينو سياليو لړۍ برابره پاى ته ورسيده او د نړيوالو اصولو له مخې د يوه ورځنيو سياليوکپ د افغانستان ټيم وګاټه .
د هېواد د کرکټ لوبغاړو پرون مازيګر په داسې حال کې چې د کرکټ بورد يوشمېر مسوولينو، د کرکټ مينه والو او رسنيو د دوى هرکلي ته د حامدکرزي نړيوال هوايي ډګر ته تللي وو، هېواد ته راستانه شول.
د هېواد دملي ټيم کپتان اصغر ستانکزي هېواد ته د راستنيدو په وخت کې رسنيو ته وويل: ځوان لوبغاړي په دغو سياليوکې ښه وځليدل او موږ له دغو سياليو څخه ښې تجربې ترلاسه کړې .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.