24 September 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ټولنيزې صفحې به قانونمندې شي .

کابل باختر د تلې لومړي : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې د يوه لوبغالي او فرهنګي مجتمع د جوړولو د کار په ګړندي کولو ټينګار

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

هرات \ باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٥ :
د استاد کمال الدين بهزاد په ښارګوټي کې د يوه ورزشي جمنازيوم، فرهنګي  مرکز او د عمومي حمام د جوړولو کار دوام لري .
د دغه فرهنګي مرکز، ورزشي جمنازيوم او حمام د جوړولو د کار بهير د هرات ښاروالۍ د مرستيال او سرپرست غلام نيک بين له خوا و څيړل شو.
د هرات ښاروالۍ مسوولين وايي: فرهنګي مرکز په ٣٩٠  مربع متره ساحه کې د ٧٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت، ورزشي جمنازيوم د ٩٠زرو امريکايي ډالرو په لګښت او عمومي حمام د سلو زرو امريکايي ډالروپه لګښت د اروپا اتحاديې له  خوا جوړيږي.
دغه راز د ښاروالۍ مسوولين وايي چې د دغو پروژو عملي کار دوه مياشتې  مخکې پيل شوى او تر راتلوونکو دوو مياشتو پورې بشپړيږي.
د يادونې وړ ده چې دغه پروژې د دريو پرمختيايي شوراګانو له خوا په دې ساحه کې جوړيږي او څه ناڅه پنځه زره کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي .

Last modified on Sunday, 23 July 2017 03:50

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.