21 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څلورمړي په فراه کې ترلاسه شول .

کابل/ باختر/ د لړم د مياشتې ٢٩ دفراه پوليسو پرون...

په پکتيا کې دحقاني دشبکې دمهماتو يوه ډيپو کشف شوه .

کابل باختر د لړم نهه ويشتمه : دملي امنيت دخاصو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکرکټ دلوبې ډګر ته څيرمه چاودنه وشوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي  دوه ويشتمه :
دکرکټ  دلوبې ډګر ته څيرمه نن مازيګر هغه وخت  چاودنه وشوه چې ددوو ټيمونو ترمنځ دکرکټ لوبه روانه وه .
په همدې حال کې دافغانستان دکرکټ بورد مرستيال رسنيو ته ويلي دي چې دعينکو دمسو دکان او دامير بند دټيمونو ترمنځ دکرکت لوبه له چاودنې څخه وروسته دڅو دقيقو  لپاره وځنډيده خو اوس لوبه بيا له سره پيل شوې ده .
ددغې سيالۍ  دڅارنې لپاره له لسو بيلابيلو هېوادونو څخه کابو ديرشو تنو لوبغاړو ، ښوونکو او مبصرينو ګډون کړى دى .
تراوسه پورې دچاودنې څرنګوالي نه دى مشخص شوى خو سيمه دامنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده .
دعيني شاهدانو له خولې دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، امنيتي ځواکونه سيمې ته وردانګلي دي او ددې تر څنګ امبولانسونه  دپيښې داحتمالي ټپيانو دليږدونې په خاطر ساحې ته رسيدلي دي  تراوسه پورې دکابل پوليسو په دې باب  نظر  نه دى څرګند کړى .
په همدې دليل ددغې پيښې له امله دسر داوښتو زيانونو او تاوانونو په باب جزييات مشخص  نه دي .
  ختم- ف _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.