17 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دهرات والي دانسان اودمالونودقاچاقو دمخنيوي غوښتنه وکړه

کابل \باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه : د هرات والي په دغه ...

په ننګرهارکې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه

کابل \باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه : امنيتي مامورانو نن سهار ٩...

شپاړلس تنه داعشيان په ننګرهارکې په هوايي بريدکې ووژل شول

دجلال آباد ښار \باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه : په ننګرهار ولايت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

افغان ورزشکارانو د موتاى له نړيوالو سياليوڅخه شپږ مډالونه ترلاسه کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر د لړم د مياشتې ١٦مه :
د موتاى د نړيوالو سياليو په پاى کې د افغانستان ټيم د سرو زرو درې مډالونه،  د سپين زرو يو مډال او د برونزو دوه مډالونه ترلاسه کړل .
  د  بدني روزنې او ورزش رياست وياند عارف پيمان باختر آژانس ته وويل چې سهراب احمدي دجنوبي کوريا ورزشکار ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
دغه راز شير حسين عظيمي د خپل کوريايي سيال ته په ماتې ورکولو سره او همايون رضايي هم په فاينل کې خپل سيال ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل. مصطفى حسن زاده خپل سيال ته په ماتې ورکولو سره  د سپينو زرو مډال وګاټه او د نجونو په برخه کې هم  کوثر شهرزاد او شکريه بهمني پرون د برونزو مډالونه ترلاسه کړل .
د موتاى نړيوالې سيالۍ په جنوبي کوريا کې ترسره شوې او د افغانستان ټيم د شپږو ورزشکارانو په ترکيب کې په دغوسياليوکې ګډون کړى و .
  ختم_ ج _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.