18 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دهرات والي دانسان اودمالونودقاچاقو دمخنيوي غوښتنه وکړه

کابل \باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه : د هرات والي په دغه ...

په ننګرهارکې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه

کابل \باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه : امنيتي مامورانو نن سهار ٩...

شپاړلس تنه داعشيان په ننګرهارکې په هوايي بريدکې ووژل شول

دجلال آباد ښار \باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه : په ننګرهار ولايت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دوه تنه ورزشکاران وستایل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

لښکر ګاه باختر د لړم د میاشتې ۱۷ مه
د هلمند ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست مسولينو دوه تنه ورزشکاران شکرالله هلمندی او سردار محمد بلوچ د وروستيو لاسته راوړنو او اتلولیو په موخه غونډه جوړه کړه.
د باخترا ژانس د خبر له مخې:
په هغه غونډه کې چې د دوو تنو ورزشکارانو د ستاینې په موخه جوړه شوې وه،د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رېیس فرید احمد فرهنګ وویل چې ياد دواړه تنه ورزشکاران د ورزش د ډګر وتلی ستوري دي چي څه موده وړاندی یې په کوریا هیواد کي دبدن ښکلا داسیایې جام سیالیو د ترسره کیدو وروسته د سپینو زرو مډال په ترلاسه کولو سره دوهم مقام ترلاسه اوخپل هیواد ته یې ستر ویاړ ورپه برخه کړ.
فرهنګ زیاته کړه  چې سردارمحمد بلوچ هم د موی تای په هغه ورزشي سیالیوکې چې د هېواد په کچه دهرات په ولایت کې په لاره اچول شوي وې لومړی مقام ګټلی اوهلمند ته یې ویاړ وربخښلی دی.
هغه ژمنه وکړه چې ټول هغه ځوانان به ستيايي چې د هېواد لپاره د وياړ لامل ګرځي.
په ورته وخت کې بيا دولسمشر سلاکار وزیر اوپه ټولنیزو چاروکې د هلمند ولایت مرستیال الحاج بسم الله روحاني ډاډ څرګند کړ چې ولایتي اداره د خپلو ځوانانو رشد اوپرمختګ ته ژمنه ده اوهڅه به وکړي چې لاهم د خپلو ځوانانو لپاره وړ اومناسب پروګرامونه په لار واچوي.
په همدې حال کې بيا ورزشکارانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له مسولينو مننه وکړه چې د دوي د تشویق اوهڅوني په موخه یې غونډه جوړه کړې.
دوی له دولایتي ادارې ، خلکو اوملي سوداګرو وغوښتل چې د ورزش د ډګر دلاپیاوړتیا په برخه کې همکاري وکړي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.