افغانستان اماراتو ته ماتې ورکړه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
دافغانستان دکرکټ  ټيم دعربي متحده اماراتو دکرکټ پرټيم بريالى شو .
  دباختراژانس دخبرله مخې،  دافغانستان دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ټيم نن دماليزيا دپايتخت کوالالمپور  په ورزشي ډګر کې وکولى شول چې دعربي متحده  اماراتو نولس کلنو ځوانانو دکرکټ ټيم ته ديوسلو څلور ديرشو ځغاسو په توپير سره ماتې ورکړي .
دهېواد دتنکيو  ځوانانو ټيم پخوا دپاکستان  پرټيم باندې بريالى شو خو دسريلانکا ټيم په وړاندې يې ماتې خوړلې ده .
دکرکټ اته ټيمونه داسيا د ١٩ کلنو ځوانانو دکرکټ  جام دترلاسه  کولو په خاطر  دماليزيا په پايتخت کې سيالي کوي .     ختم_ ف _ اکرم

back to top