24 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اجرائيه رئيس د ترکيې له سفير سره وکتل

کابل \ باختردکب دمياشتې ٤ نيټه : د افغانستان داسلامي...

په ننګرهار کې د دريو تنو ډاراچوونکو وژل کيدل

جلال آباد \ باختردکب دمياشتې ٤ نيټه : درې ...

په کاپيسا کې دڅلورو تنو وسله والو مخالفانو نيول کيدل

محمودراقي \ باختردکب دمياشتې ٤ نيټه : څلور تنه وسله...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په باميانو کې لومړنۍ ورزشي ستديوم پرانستل شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
په باميانو ولايت کې لومړنى ورزشي  استديوم  نن پرانستل شو .
  دباميانو ښاروال محمد امان امان باختراژانس ته وويل چې دشهيد مزاري ورزشي استديوم  دباميانو ښاروالۍ له بودجې څخه دڅه دپاسه دوه ويشتو مليونو افغانيو په لګښت په څلورو مياشت کې جوړ شوى دى .
ده زياته کړه چې  دغه  استديوم دڅه دپاسه لس زره مربع متره ځمکې په ساحه کې  جوړ شوى دى او په مصنوعي چمن سره ښکلى کړى شوى دى چې په هغه کې څلور  خونې ، اته مبرزونه ، دواليبال دوه ډګرونه  ، دڅښاک  داوبو دوه څاګانې او نور ضروري ملحقات په پام کې  نيول شوي دي .
ددغه ورزشي  استديوم دپرانستلو په مراسمو کې دباميانو والي محمد طاهر  زهير او ددولتي ادارو رييسانو ، ورزشکارانو  او په سلګونو تنو باميانيانو ګډون کړى و .  ختم_  عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.