15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ٢٠١٨ ميلادي کال په ژمني المپيک کې له ګډون څخه د روسيې بې برخې کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

مسکو باختر د ليندي  پنځلسمه :
د ٢٠١٤ ميلادي کال د ژمني المپيک په بهيرکې د روسيې د ورزشکارانو په دوپينګ پورې د اړوندو شواهدو له ترلاسه کيدلو وروسته دغه هېواد د جنوبي کوريا په پيونګ چانګ کې د ٢٠١٨ کال د ژمني المپيک په لوبوکې له ګډون  څخه بې برخه شو.
  د المپيک نړيوالې کميټې دغه راز  اعلام وکړ:
له روسيې څخه هغه ورزشکاران چې وکولى شي ثابته کړي چې اوينګ يې نه دى کړى  کولى شي په انفرادي ډول او د المپيک د نړيوالې کميټې تر بيرغ لاندې په لوبو کې ګډون وکړي .
د المپيک کميټې وروستى تصميم په سوچي کې د ٢٠١٤ ميلادي کال  د ژمني  المپيک په بهيرکې د روسي ورزشکاران له دوپنګ سره د دغه هېواد د دولتي پنسټونو د ملاتړ د تور په باب د څيړنو د نتيجې له مشخص کيدو وروسته اعلام شوى دى .
دغه څيړنې په اوولسو مياشتوکې او د سويس د جمهور رييس سامويل اشميت په مشرۍ د يو هئيت له خوا ترسره شوې وې .
د اشميت په رپوټ کې ويل شوي دي: د دوپنګ ضد قوانينو سره د سازمان موندلې لوبې نښې نښانې يې ترلاسه کړې دي چې د سوچي د المپيک په بهيرکې او له هغه څخه مخکې په تقلب کې د روسيې د دولت لاس وهنې په باب پخواني رپوټونه تاييدوي .
  په دې رپوټ کې سپارښتنه شوې ده چې د وروستيو څيړنو د نتيجو له مخکې په نړيوالو سياليوکې دوپينګ د مخنيوي  کارونه دې بيا وڅيړل شي او پياوړې شي.
دجنوبي کوريا د ژمني المپيک سيالۍ د روان کال د سلواغې دمياشتې په شلمه نيټه يليږي .
روسيه، تل د ژمني المپيک په سياليوکې د مډال د ترلاسه کولو يوه اصلي مدعي ده .
  ختم- ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.