18 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په سيمه ييزو ارګانونو کې نوې ټاکنه

په سيمه ييزو ارګانونو کې نوې ټاکنه

کابل \ باختر دسلواغې ٢٨ نيټه : د سيمه ييزو ارګانونو...

جمهور رئیس غني : ارګ د زغم او ملي بحثونو ځای دی

کابل \ باختر دسلواغې ٢٨ نيټه : د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان لامبو وهوونکي د پارا المپيک په نړيوالو سياليوکې دويم مقام وګاټه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د ليندي  پنځلسمه :
د افغانستان لامبو وهوونکي عباس کريمي د مکسيکو د معلولانو د پارا المپيک په نړيوالو سياليوکې د سپينو زرو مډال ترلاسه کړ .
ټاکل شوې ده، کريمي نن د فري ستايل په ٥٠ متري سيالۍ کې له خپلو سيالانو سره سيالي وکړي .
دغه سيالۍ د مکسيکو په کوربه توب پيل شوې دي.
اتلس  کلن کريمي په امريکا کې ژوند کوي او په څوارلس کلنى کې يې د لامبو له ورزش سره علاقمندي پيداکړه. عباس کريمي په  ٢٠١٣ ميلادي کال کې هم د پارا المپيک د لامبو په سياليوکې چې د ترکيې په کوربه توب ترسره شوې  وې؛ د لومړى مقام په ترلاسه کولو سره افغانستان ته د سرو زرو مډال وګاټه .
د افغانستان د لامبو وهلو فدراسيون درې کاله مخکې جوړ شو او همدا اوس د مرکزي آسيا د لامبو وهلو فدراسيون غړيتوب لري .
  ختم_  سعيده _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.