17 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په تخار ولايت کې  ديوځانمرګي بريدګر نيول کيدل

په تخار ولايت کې ديوځانمرګي بريدګر نيول کيدل

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه : دملي امنيت دلوى رياست منسوبانو...

 دکوچنيو  پروژو په پلې کولو کې داقتصاد دوزارت داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره مرسته کوي .

دکوچنيو پروژو په پلې کولو کې داقتصاد دوزارت داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره مرسته کوي .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه : داقتصاد وزارت دکوچنيو پرمختيايي...

پوهاند محمدر سول باوري :  دنيمروز څلې  سروې کيږي .

پوهاند محمدر سول باوري : دنيمروز څلې سروې کيږي .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه : دنيمروز له ولايت څخه ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان دکرکټ ټيم دبنګله دېش په ټيم بريالى شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دمرغومي اتلسمه : د هېواد د نولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم خپل بنګله دېشي سيال ته ماتې ورکړه . دباختراژانس دخبرله مخې ، توپ وهنه د هېواد دنولس کلنو ځوانانو ټيم پيل کړه چې، په اته څلويښتو آورونو کې داتو لوبغاړو په سوځيدو سره دوه سوه شپږ منډې جوړې کړې . چې له دې جملې څخه عظمت الله ٨١، ابراهيم ځدران ٣٢، باهر شاه ٤٤ او مجيب ځدران ١٥ منډې جوړې کړې چې د٥٦ منډو په توپير سره يې دبنګله ديش ټيم ته ماتې ورکړه او دبنګله ديش ټول لوبغاړې په دوه څلويښتم آور کې وسوځيدل . دبنګله دېش له ټيم څخه سيد حسين ٤٣ او پنګ ګوش ٥٤ منډې ترسره کړې. نوين الحق د سيالې لوبډلې څلور ، قيس احمد درې ، ظاهر خان او وفادار يو يو لوبغاړې وسوځول . دغه دوستانه لوبه په نوي زيلاند کې د نولس کلنو ځوانانو دکرکټ دنړيوال جام دسياليو په درشل کې ترسره شو . ټاکل شوې ده د هېواد د نولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم د نړيوال جام په لومړى پړاو کې دپاکستان ، سريلانکا او دايرلنډ له ټيمونوسره سيالي وکړي . ختم- ج _ اکرم

Last modified on Monday, 08 January 2018 12:35

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.