23 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې داروپا داتحاديې  له سفير سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې داروپا داتحاديې له سفير سره وکتل .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : دبهرنيو چارو وارت سياسي معين...

 دترانسپورت  دوزارت وياند: دملي بـس  ٣٥٠ زاړه موټرونه  ترميميږي .

دترانسپورت دوزارت وياند: دملي بـس ٣٥٠ زاړه موټرونه ترميميږي .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : دترانسپورت وزارت وياند حکمت الله...

 په کندز  ولايت کې  دورقي تذکرو دويشلو بهير په ښه توګه  پرمخ  ځي .

په کندز ولايت کې دورقي تذکرو دويشلو بهير په ښه توګه پرمخ ځي .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : ٣٨٠٠٠ تنه کندزيان تذکرې ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

افغانستان سريلانکا ته ماتې ورکړه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
دهېواد دنولسو کلنو ځوانانو دکرکټ  ټيم  په خپل سيال سريلانکا په  برياليتوب سره  دکرکټ دنړيوال جام  راتلونکي پړاو ته  لاره وموندله .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  دسريلانکا دکرکټ ټيم  دپچې اچولو په امتياز سره  بالينګ يا دتوپ  اچول  غوره کړل .
دهېواد  دکرکټ دملي ټيم غړو  په پنځوسو آورونو او د پنځو ويکتونو په له لاسه ورکولو سره  ٢٨٤منډې ترسره کړې .
ابراهيم ځدران  ٨٥ منډې ، درويش رسولي  ٦٣ منډې ، اکرم علي خيل ٥٥ منډې ، ناصر وحدت  ٢٥ منډې ، عظمت الله ٢٠ منډې او قيس احمد١٠ منډې ترسره کړې .
دسريلانکا ټيم په دوو پړاونو کې داووه ديرش امتيازونو په ترلاسه کولو او دخپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره  ددوه ديرشومنډو په توپير سره  ماتې  وزغمله او  ٢٠٢ منډې يې ترسره کړې .
نوين الحق  درې ويکټونه ، عظمت الله  درې ويکټونه او قيس احمد دوه ويکټونه  ترلاسه کړل .
داورښت په نسبت دسريلانکا نوبتي لوبه  له پنځوسو دورو څخه اته ديرشو دورو ته کمښت وموند .
دهېواد دکرکټ  لوبغاړو په لومړى لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه او نن په سريلانکا باندې په برياليتوب سره دکرکټ دنړيوال جام دلوبو بل پړاو ته  لاره وموندله .
  دهېواددکرکټ ملي ټيم په دغه برياليتوب سره  د (  d ) دډلې  دجدول پرسر کې ځاى  ونيوه .  ختم_  ف _ اکرم

Last modified on Wednesday, 24 January 2018 20:10

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.