-کابل باختر د سلواغې نولسمه :
په ننګرهارولايت کې دفوټبال انتخاباتي سيالۍ پيل شوې .
په دغو سياليو کې ١٧ ټيمونه لوبې کوي .
دهېواد په ختيځ کې دافغانستان دفوټبال فدراسيون مسوول خوشحال حضرتي باختراژانس ته وويل چې ددغو سياليو موخه دفوټبال دغوره څيرو انتخاب او دځوانانو ترمنځ ددغې ورزشي څانګې وده ده .
دغه سيالۍ به په دوراني ډول دجلال اباد ښار په ورزشي لوبغالي کې ترسره شي . دننګرهار ولايت دورزش دادارې مسوولان وايي چې دفوټبال له دغو لوبغاړو څخه به دوى ددغه ختيځ ولايت منتخب ټيم جوړ کړي .
ختم_ عطاالله _ اکرم