آزاد ۍ راديو \باختردچنګاښ دمياشتې٢٠نيټه :
د غور ولايت د فوټبال د غوره ليګ د لومړۍ ليکې سياليو اتلولي شاهين لوبډلې وګټله.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې دغه سيالۍ درې اوونۍ وړاندې د شپږو لوبډلو په ګډون سره په غور ولايت کې پېل شوې وې.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې د دغو سياليو پای لوبه د شاهين او اتحاد لوبډلو ترمنځ وشوه چې د شاهين لوبډلې په بريا سره پای ته ورسېده.
د دغو سياليو هدف د غوره ليګ سياليو ته د لوبغاړو او لوبډلو تيارى ښودل شوې ده.
پاى \ ذکرالله \