په هېوادکې د سولې غوښتنې د کاروان په ملاتړ په بغلان کې ورزشي سيالۍ ترسره شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پلخمري \باختردزمري دمياشتې ١٩نيټه : په بغلان ولايت کې د هېواد د سوله غوښتنې د کاروان ترنامه لاندې د څلورو ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د کاراتې سيالۍ ترسره شوې. د بغلان ولايت د کاراتې د شين کيو کيوشين د ورزش مسوول محمد کبيرصالحي باختر آژانس ته وويل: دغه سيالۍ د بلخ، پروان، کندز او بغلان ولايتونود ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د هېواد د سولې غوښتنې د کاروان د ملاتړپه مقصد د پلخمري ښار په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې . د دغو سياليو په پاى کې د لومړي، دويم او دريم مقام ګټوونکو ته کپ او پاتې نورو ګډون کوونکو ته مډالونه ورکړل شول. دغه لوبې د ورزشکارانو په شخصي لګښت ترسره شوې . پاى \ ذکرالله

Last modified on Tuesday, 14 August 2018 04:50
back to top