کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٣نيټه :
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د سیالیو په دوام نن د شاهین اسمايي او د سپین غر بازانو لوبډلې یو د بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.
د دغو سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا د سیمرغ البرزاوعقابان هندوکش لوبډلې یو د بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وتلې وې.
د تېرې شپې لوبه بیا سیمرغ البرز درې د یو پر وړاندې له سیالۍ لوبډلې عقابان هندوکش څخه وګټله.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اتو لوبډلو ترمنځ د روانې اکتوبر میاشتې له اوومې نېټې راهیسې په مرکز کابل کې پیل شوې دي.
پاى \ذکرالله \