د بلخ د کرکټ ټيم د کرکټ د ليګ د جدول په سرکې ځاى لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٣نيټه :
د بلخ، کابل، ننګرهار او د قندهار د کرکټ ټيمونو ترمنځ  د١٥ لوبو له ترسره کولو وروسته د بلخ ټيم د لسو امتيازونو په ګټلو سره د نتيجو د جدول په سرکې ځاى لري او پکتيا ټيم په اتو امتيازونو، د کابل ټيم په شپږو امتيازونو، د ننګرهار ټيم د څلورو امتيتازونو او د قندهار ټيم د دوو امتيازونو په ګټلو سره په ترتيب سره د دغو سياليو له دويم مقام څخه تر پنځم مقام پورې ځاى لري.
څلور تيمونه راتلوونکي او حذفي پړاو ته لاره مومي او يو ټيم چې امتيازونه يې لږ وي، له دغو سياليو څخه به حذف شي.
حذفي پړاو ته  پنځه نورې لوبې پاتې دي.
د هېواد د کرکټ د غوره ليګ سيالۍ د تلې دمياشتې له  ١٣نيټې څخه د شارجې دکرکټ په لوبغالي کې پيل شوې دي او د تلې دمياشتې په ٢٩ نيټه به پاى ته ورسيږي.
پاى \ج\ذ

Last modified on Tuesday, 16 October 2018 04:44
back to top