24 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په کابل  کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

په کابل کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

-کابل باختر د غبرګولې دريمه : دجنايتکارانو ديوه...

 په ننګرهارکې  دطالبانو دډلې داوو تنو غړو نيول کيدل

په ننګرهارکې دطالبانو دډلې داوو تنو غړو نيول کيدل

-کابل باختر د غبرګولې دريمه : دوسله والو طالبانو دډلې اووه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغان کرکټ ملي لوبډلې د لوبو د لړۍ لومړۍ سیالۍ له ایرلنډ څخه وګټله

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

آزادۍ راډيو/ د کب دمياشتې ٣مه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون پنجشنبه له ایرلنډ سره د لوبو د لړۍ لومړۍ مسابقه په پنځو ویکټو وګټله. 
لوبه لومړى ایرلنډ پیل کړه چې په ٢٠ آوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو           ۱۳۲منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان لوبډلې دغه هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په داسې حال کې چې ۴ توپونه یې لا پاتې وو، پوره کړ.   
د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې محمد نبي محمدي وکړې چې د غوره لوبغاړي لقب هم ورکړ شو.  
نبي د ۵ څلوریزو او یوې شپږیزې په وهلو سره په ۴۰ توپونو ۴۹ منډې وکړې.
ورپسې نجیب ځدراڼ و چې د ۳ څلوریزو او یوې شپږیزې په وهلو سره یې په ۳۶ توپونو ۴۰  منډې وکړې. 
افغانستان به د هند په دهرادون ښار کې له ایرلنډ سره د لوبو په دې لړۍ کې چې د راروانې مارچ میاشتې تر ۱۵مې پورې دوام کوي، پر پرونۍ لوبه سربېره ۲ نورې    ۲۰ آوریزې، پنځه یو ورځنۍ لوبې او یوه ټېسټ لوبه وکړي.
د دواړو ټیمونو دويمه ٢٠ آوریزه لوبه به سبا شنبه وي.    
پاى \ذکرآلله

 

Last modified on Friday, 22 February 2019 16:50

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.