20 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد په سویل ختیځ کې ۲۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل/باختر/ د غويي د میاشتې ۲۹ مه په تېرو څلرویشتو ساعتو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ديارلس زرو تنو ځوانانو ته دزده کړې او ورزش زمينه برابرېږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دکب څلورمه :؛
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات نن له شلو ورزشي  او داته ويشتو تحصيلي بنسټونو له چارواکو سره  د همکارى تفاهم ليکونه  لاسليک کړل .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، ددغو تفاهم ليکونو پربنسټ تحصيلي او ورزشي بنسټونه  هغو ځوانانو ته  چې دځوانانو چارو دمعينيت له خوا  هغوى ته معرفي کېږي په تخفيف او آن په وړيا توګه دزدکړې او ورزش  فرصتونه برابروي .
  دځوانانو دچارو معين  ددغه تفاهم ليکونو له لاسليک کولو مخکې  په لنډو خبرو کې وويل  چې دځوانانو دچارو معينيت  هلې ځلې کوي  چې دهېواد ځوانانو ته دزده کړې اوورزش  زمينې برابرې کړي .
دده دڅرګندونوله مخې ،  ددغو تفاهم ليکونولاسليک  کول ددغه  ادعا ثبوت دى .
ده په ټينګار سره وويل چې دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دشهيدانو کورنيو ته لومړيتوب ورکول کېږي .
وروسته دکابل ښاروالۍ  دفرهنګي چارو رييس او دخصوصي پوهنتونونو او دلوړو زده کړو دموسسو داتحاديې استازي سيد مصطفي سعيدي خبرې وکړې  او دځوانانو دچارو له معينيت سره يې  ددغې اتحاديې همکارى څرګنده کړه .
ويل کېږي  چې ددغو تفاهم ليکونو  په تطبقولو سره ديارلس زره تنه ځوانان کولاى شي  چې  دخپل علاقې وړ  څانګو کې  زد ه کړې او ورزش ته دوام ورکړي .
  ختم_ج _ اکرم

Last modified on Saturday, 23 February 2019 12:02

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.