22 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کونړکې د طالبانو د شل کسیزې ډلې د یوه قوماندان وژل کېدل

په کونړکې د طالبانو د شل کسیزې ډلې د یوه قوماندان وژل کېدل

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د ملی امنیت د لوی ریاست ځانګړو ځواکونو،...

جمهورريیس غني: هېڅوک د جمهوریت او وطنوالۍ په محوریت کې د حقونو چتر له موږ نشي اخیستلای

جمهورريیس غني: هېڅوک د جمهوریت او وطنوالۍ په محوریت کې د حقونو چتر له موږ نشي اخیستلای

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف...

د نشه يي توکو درې قاچاق وړونکي ونيول شول

د نشه يي توکو درې قاچاق وړونکي ونيول شول

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر پوليسو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د ۲۳ کلنو ځوانانو د فوټبال ټیم د لوبغاړو نوملړ مشخص شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ٢٧مه
د آسیا د اتلوالۍ په مقدماتي سیالیو کې د افغانستان د ۲۳ کلنو ځوانانو د ټیم د لوبغاړو نوملړ مشخص شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مسوول شفع شاداب د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د آسیا دغه مقدماتي سیالۍ د قطر په پایتخت دوحه کې د مارچ د میاشتې له ۲۲مې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې ترسره کېږي.
ده زیاته کړه چې د افغانستان د ۲۳ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي ټیم په دغو سیالیوکې د مارچ په ۲۲مه د قطر، د مارچ په ۲۴مه کې د عمان او د مارچ په ۲۶مه کې د نیپال د فوټبال له ملي ټیمونو سره لوبه کوي .
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، له دغو څلورو ټیمونو څخه به دوه ټیمونه وروستي پړاو ته لاره ومومي .
پای/سعیده

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.