20 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

کابل/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د کندز په...

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د نورستان په نورګرام...

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

داسعدا آبادښار/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: شپاړلس تنه دهېواد په ختيځ کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د يونېسف ادارې راشد خان په افغانستان کې د ښه نيت د سفير په توګه ونوماوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پاريس/ آزادۍراډيو/ دکب دمياشتې ٢٩مه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا «يونېسف» د کرکټ وتلى ستورى راشد خان په افغانستان کې د ښه نيت د سفير په توګه ونوماوه. 
دغې ادارې نن په يوه اعلاميه کې وويل: له دې سره به شل کلن راشد خان د نجونو د زده‌کړو د ودې، د خوارځواکۍ او ګوزڼ ناروغۍ په له‌ منځه وړلو او د واکسين د پراختيا په برخه کې مرسته وکړي. 
راشد خان د يونېسف ادارې مننه کړې چې د روغتيا، تعليم او تغذيې په برخه کې د همکارۍ لپاره يې ورته زمينه برابره کړې ده.   
په افغانستان کې د يونېسف ادارې استازې ادېل خضر د راشد خان مننه کړې چې            تردې مخکې هم د ماشومانو حقونو ته ژمن و.
د يونيسف په اعلاميه کې ويل شوي چې په افغانستان کې ٧ میليونه او ۳۰۰ زره ماشومان له زده‌ کړو بې برخې دي او ۶۰۰ زره ماشومان چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم دي،  په شديدې خوارځواکۍ اخته دي.
پاى \ذکرالله 

Last modified on Wednesday, 20 March 2019 13:23

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.