28 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

محمد اشرف غني له استاد محمد محقق سره وکتل

محمد اشرف غني له استاد محمد محقق سره وکتل

کابل/ د غبرګولي ۷ مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

  جمهورريیس غني د ترکمنستان له جمهورريیس سره ټلیفوني خبرې وکړې

جمهورريیس غني د ترکمنستان له جمهورريیس سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل / د غبرګولي ۷ مه/ باختر د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ممبى انډين ټيم اتل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د غويي د میاشتې ۲۳ مه
د هند د کرکټ د غوره جام سيالۍ د ممبى انډين د ټيم په اتلوالۍ سره پاى ته ورسيدې.
دغه ټيم يوازې د يوې منډې په توپير سره د چيناى سوپرکنيز پرټيم بريالى شو او د دغه جام اتلوالي يې وګټله.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د هند د کرکټ د غوره ليګ سياليو د کرکټ د کلپونو د جام په وروستي پړاو کې د ممبى انډين ټيم يوازې د يوه امتياز په ګتلو سره وکولاى شول جام ترلاسه کړي .
د ممبى انډين ټيم په ٢٠ آورونو او د ٨ لوبغاړو په سوځيدو سره ١٥٠ منډې سيال ټيم ته هدف وټاکه، خو سيال ټيم په ٢٠ آورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځيدو سره ١٤٨ منډې وکړې او لوبه يې د ممبى انډين ټيم په وړاندې وبايلله.
دغه سيالۍ هر کال په هند کې د اتو ټيمونو ترمنځ ترسره کېږي او هر ټيم د اتلوالۍ د ګټلو لپاره په ميليونونو هندي روپيې لګوي او د نړۍ مشهور کرکټ بازان استخداموي.
پاى \ذکرالله 

 

 

Last modified on Tuesday, 14 May 2019 03:58

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.