23 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

مطبوعاتي اعلامیه

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د کاناډا د لومړي وزیر په توګه د جسټن تروډو...

په کونړکې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د پنځه کلن ماشوم ژغورل

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د کونړ د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سرپل کې د ماشومانو ورزشي جشن جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٨مه
په سرپل کې پرون د ماشومانو ورزشي جشن جوړ شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه جشن د لومړي ځل لپاره په سرپل کې د ورزشکارو نجونو او هلکانو په ګډون له ۱۵کلنی څخه ښکته  ماشومانو لپاره په بېلابېلو ورزشي څانګو کې ترسره شو.
د سرپل د ښځو د ورزشي کمېټې مسوولې برېښنا هژير وويل: دغه ورزشي جشن د وړکتونونو د ورزشي ټيمونو او له خطر سره د سلو مخامخو ماشومانو په ګډون چې اوس په سرپل کې د امريکا د ماشومانو ملاتړ دفتر له خوا تر ښوونې او روزنې لاندې دي؛ د جمناستيک، بايسکل ځغلونې، فوټسال، هنډبال او ځغاستې په څانګوکې د ماشومانو ترمنځ د ورزش د رواجولو په موخه پيل شوی دی.
د سرپل والي عبدالقادر آشنا د دغه جشن د پرانيستلو په غونډه کې ماشومان  د هېواد د راتلونکې جوړنکي وبلل او ژمنه يې وکړه چې د دغه شان ورزشي پروګرامونو مادي او معنوي ملاتړ کوي.
دغه ورزشي جشن به د ښځو د ورزشي کمېټې په نوښت، د کار او ټولنيزو چارو او د ښځو چارو رياستونو له خوا د مدني شبکو په همغږۍ د امريکا د ماشومانو ملاتړ دفتر په همکارۍ او مالي ملاتړ يوه مياشت دوام وکړي.
  ختم-ج- اکرم

Last modified on Tuesday, 18 June 2019 12:05

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.