25 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په قندهار کې ١٣...

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په روزګان کې پنځه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د فوټسال د شل کلنو ملي ټيم د آسيا سياليو نيمه پايلوبې ته لاره وموندله

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٩مه
د هېواد د فوټسال د شل کلنو ملي ټيم پرون د آسيا جام د سياليو په دوام تايلند ته ماتې ورکړه او د دغوسياليو نيمه پايلوبې ته يې لاره وموندله.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په لوبه کې لومړى افغانستان د صفر په وړاندې په درېيو سره له سيال ټيم څخه مخکې شو، خو د لوبې پر دوام زموږ ټيم دوه ګولونه وخوړل او د دوو په وړاندې په درېيو سره يې د تايلند ټيم ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټسال ملي ټيم د دغې لوبې په ګټلو سره د دغوسياليو نيمه پايلوبې ته د ګډون جواز ترلاسه کړ او ټاکل شوې ده د پنجشنبې په ورځ د اندونيزيا له ټيم سره سيالي وکړي.
د دغو سياليو په بله لوبه کې د ايران د فوټسال ټيم د لبنان ټيم ته ماتې ورکړه او نيمه پايلوبې يې ته لاره وموندله.
په نيمه پايلوبه کې به ايران له جاپان سره سيالي وکړي.
  ختم_ ج _ اکرم

 

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.