جمهورريیس غني د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې لاسته راوړنې وستایلې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/باختر/دغبرګولي٣٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د لاسته راړونو په خاطر د افغانستان خلکو ته مبارکي وویله.
د جمهوررییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهورريیس د وروستیو لاسته راوړنو او ویاړونو په خاطر د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې له مسوولینو، روزونکي او لوبغاړو څخه مننه وکړه او ویې ویل: اوسنۍ لاسته راوړنې موږ ته د قهرمانۍ په څېر دي او هره پایله مو چې د لوبې په وروستۍ ورځ (فاینل) ترلاسه کړه؛ د قهرمانۍ حکم به ولري.
جمهورريیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، د سیالیو په وروستۍ ورځ د حضور لپاره دې د ایران اسلامي جمهوریت ته لوړپوړی دولتي پلاوی واستوي، دغه راز یې د جمهوري ریاست د چارو ادارې او د بدني روزنې لویو ریاستونو ته لارښوونه وکړه چې کابل ته د یادې لوبډلې د راستنېدو پر مهال د تاوده هرکلي په خاطر لازم ترتیبات ونیسي او د ستایلو لپاره دې ارګ ته هم راوبلل شي.
جمهورريیس محمد اشرف غني وویل: نن به د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې روزونکي او غړو سره د ټیلیفوني خبرو ترڅنګ د دوی د زیار او هڅو قدرداني وکړي.#
پای – ف

back to top