25 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په قندهار کې ١٣...

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په روزګان کې پنځه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

افغانستان له هند سره سيالي کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ لومړۍ
د هېواد د کرکټ ملي ټيم نن د داسي هېواد له ټيم سره سيالي کوي چې په دې ورزش  کې ٨٧ کاله سابقه لري.
د هند له ملي ټيم سره د هېواد د ټيم لوبه چې د مقايسې وړ نه ده، په زړه پورې لوبه ده.
د باختر آژانس خبريال ليکي: ټول په دې پوهيږي چې د کرکټ ورزش په افغانستان کې اوږده سابقه نلري او د هېواد د کرکټ ورزشکارانو څو کلنه لاره په داسې چټکيا سره ووهله چې په نړۍ کې يې سارى نشته.
په افغانستان کې د کرکټ ورزش د لنډ مهالې ادارې له جوړيدو وروسته رواج شو او له هغه وخت څخه تر اوسه پورې د هېواد د ملي ټيم ورزشکارانو په سيمه ييزو او نړيوالو سياليو کې داسې وځليدل چې په سيمه او نړۍ کې د حيرانتيا سبب شول.
په بهرنيو کلپونوکې نن د افغانستان ورزش د غوره څېرو شتون او د افغان ورزشکارانو له خوا د نړۍ د غوره لوبغاړو د لقب ترلاسه کول، د هغه قوت او ځواکمنتيا ښکارندوى دى چې د افغانستان کرکټ د ملي ټيم ورزشکارانو نندارې ته وړاندې کړى دى.
په هر صورت د هند د کرکټ ملي ټيم له نن څخه ٨٧ کاله مخکې رامنځته شو.
دغه ټيم له ١٩٧٠ کال وروسته په پرمختګ او ځليدو پيل وکړ او نن زموږ دهېواد  دکرکټ له ملي ټيم سره سيالي کوي.
د دغې لوبې نتيجه که هرڅه وي، افغانانو ته د منلو وړ ده. ځکه ټول پوهيږي چې زموږ د کرکټ د ملي ټيم ورزشکاران د نړۍ د کرکټ د يوه ډېر پياوړي ټيم په وړاندې چې څو ځل يې د کرکټ نړيواله اتلولي ګټلې ده، ډګر ته ځي او سيالي کوي.
پاى  \ج\ ذ

Last modified on Saturday, 22 June 2019 13:25

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.