22 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني د ملګرو ملتونو د سازمان د سکرترجنرال له مرستیالې سره وکتل

جمهور ريیس غني د ملګرو ملتونو د سازمان د سکرترجنرال له مرستیالې سره وکتل

کابل\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس...

د مهسا د وژنې عاملان په دېرش دېرش کاله بند محکوم شول

د مهسا د وژنې عاملان په دېرش دېرش کاله بند محکوم شول

کابل\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه د کابل د استيناف محکمې نن ...

 په ننګرهار کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د پنځو کسانونيول کيدل

په ننګرهار کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د پنځو کسانونيول کيدل

کابل\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه پوليسو درې کسان د جلال اباد ښار...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کرکټ ملي ټيم بيا ځلېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ۲۳ مه
د ورزش زيات مينه وال په دې بارو دي چې د کرکټ په ملي ټيم کې د بدلونونو له امله رامنځته شوى بحران به، لرې شي.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، په دې کې د ترديد هيڅ ځاى شتون نه لري  چې په افغانستان کې کرکټ په ډير لږ عمر کې  زيات مينه وال لري .
په نړيوالو سياليو کې د هېواد د کرکټ د ملي ټيم کمزورې پايلې له زياتو غبرګونونو سره مخامخ شوې دي، خو په دې کار کې هيڅکله دې ته فکر نه دى شوى چې د هېواد د کرکټ ملي ټيم د څو لسيزو لاره په څو کلونوکې وهلې او د نړۍ د ډېرو غوره لوبډلو په کتار کې يې ځاى نيولى دى .
د ورزش مينه وال حق لري چې خپل نظر څرګند کړي،  کمزورتياو ته ګوټه ونيسي،  د کمزورتيا لاملونه او انګيزې  وپيژنې، څو د هېواد د کرکټ بورډ مشرتابه  په دقيقې څيړنې سره هغه څه چې د هېواد د کرکټ په ملي لوبډله کې د بحران سبب شوى دى ويې څېړي .
په پنځوس اوريزو سياليو کې د ملي ټيم  د مشر په توګه د راشد خان ارمان  له ټاکنې وروسته اوس دغه څرګندونې  قوت موندلى دى چې د هېواد د کرکټ ملي ټيم بيا ځلېږي، په نيمګړتياو بريالي کېږي  او د وياړنو راوړنو ته  دوام ورکوي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

Last modified on Monday, 22 July 2019 05:24

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.