13 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په خوست کې  د برېښنايي تذکرو د وېشلوبهير پيل شو

په خوست کې د برېښنايي تذکرو د وېشلوبهير پيل شو

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر: په خوست ولايت کې د برېښنايي ...

څوارلس پوځيان په کندزکې د طالبانو په بريد کې شهيدان شول

څوارلس پوځيان په کندزکې د طالبانو په بريد کې شهيدان شول

کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر: څوارلس پوځيان په کندز ولايت کې ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د فوټبال د نړيوال جام مقدماتي پړاو پچه اچونه وشوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ دچنګاښ٣٠مه
د هېواد د فوټبال ملي ټيم د قطر  د ٢٠٢٢ نړيوال جام په مقدماتي پړاو کې خپل سيالان وپيژندل.
د باختراژانس د خبرله مخې، د قطر د ٢٠٢٢ ميلادي کال د نړيوال جام مقدماتي پړاو پچه اچونه وشوه .
افغانستان په دغو سياليو کې  د قطر، عمان، هندوستان او بنګله دېش له ټيمونوسره په يو ګروپ کې لوبې کوي.
د هېواد د فوټبال ملي ټيم لومړۍ لوبه د روان کال د وږي مياشتې په څوارلسمه نېټه له قطرسره ترسره کوي.
د ګروپونو دولس غوره ټيمونه د دغو سياليو بل پړاو ته لار مومي.
د ٢٠٢٢  نړيوال جام په قطر کې ترسره کېږي.
دغه سيالۍ  د ٢٠٢٣ميلادي کال د ملتونو د جام د هېوادونو د لارې موندلو په خاطر چې په چين کې ترسره کېږي اغيزه  لري.
دولس غوره ټيمونه چې د نړيوال جام بل پړاو ته لاره مومي   د  ٢٠٢٣ ميلادي کال د ملتونو جام ته د مستقيم ګډون جواز ترلاسه کوي او څليرويشت نورغوره ټيمونه د اسيا جام سياليو بل پړاو ته لاره مومي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

Last modified on Sunday, 21 July 2019 13:17

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.