19 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

ګرديز / باختر\ د زمري٢٨مه نږدې سل کيلوګرامه چرس په پکتيا...

  بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى...

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : په بغلان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

افغانستان - تاجکستان؛ د آسيا مرکز د فوټبال د نولس کلنو ځوانانو سيالۍ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

دوشنبه ښار/باختر/ د زمري ٢١مه
د افغانستان د فوټبال د ١٩ کلنو ځوانانو ملي ټيم د آسيا مرکز په سياليو کې په درېيمه لوبه کې نن شپه د تاجکستان په کوربه توب لوبه کوي.
دغه لوبه به د افغانستان په وخت د شپې په اووبجو او دېرشو دقيقو د دوشنبې ښار په لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم په دغو سياليوکې خپلې دوه پخواني لوبې د دوو په وړاندې دوو سره په مساوي ډول د ازبکستان او ترکمنستان د ١٩ کلنو ځوانانو د ټيمونو په وړاندې ترسره کړې.
د افغانستان د فوټبال د ١٩کلنو ځوانانو د ملي ټيم ښوونکي د تاجکستان په وړاندې  د خپل ټيم له لوبې څخه مخکې په خبري غونډه کې وويل چې شاګردان يې د دې لوبې  په حساسيت پوهيږي او له همدې امله د تاجکستان په وړاندې د برياليتوب په باب فکر کوي.
دغه سيالۍ د قطر د  ٢٠٢٢ م کال آسيايي سياليو ته د لارې موندلو لپاره پيل شوې دي.
په آسيا کې د فوټبال مطرحو کارپوهانو د افغانستان د ١٩ کلنوځوانانو ملي ټيم پياوړى او قدرتمند بللى دى او ويلي يې دي چې دغه ټيم کولاى شي د دغو مبارزو اتل شي.
ختم- ف - اکرم

Last modified on Tuesday, 13 August 2019 16:42

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.