19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې دوه داعشیان ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي ۲۸ مه د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په...

د زابل په موټر بم بریدکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښت

قلات/باختر/ د وږي ۲۸ مه نن سهار شاوخو پنځه نیمې بجې...

تبصره

کابل باختر دوږي ٢٨مه : ډار اچوونکي بريدونه نه شي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتيا کې د سولې تر نامه لاندې د کرکټ سيالۍ پيل شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ګرديز \ باختر\ د وږي ٣ مه
د سیمه اییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په مالي لګښت په پکتیا کې د درېيو ولسواليو ترمنځ د سولې تر نامه لاندې د کرکټ سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ د پکتيا په سيد کرم ولسوالۍ کې پيل شوي چې د احمد ابا او د ميرزکې ولسواليو د کرکټ لوبډلو هم پکې ګډون کړى دى.
د پکتیا د والي مرستیالې انجینرې زهرا د يادو سياليو د پرانېستې په مراسمو کې وويل، چې دغه سیالۍ د ځوانانو د سالمې تفریح ترڅنګ د سولې یو ښه پیغام لېږدوي او دا یې د سولې یوه غوره لار یاده کړه.
هغې زياته کړه، چې د کرکټ لوبغاړي د سولې سفیران دي او دوی دغه پیغام په ښه ډول سره لېږدولای شي.
زهرا د دولت پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې د سولې غږ ته لبیک ووایي او نور له جنګ جګړو تېر شي او د سولې لار غوره کړي.
د سیمې اوسېدونکو او د کرکټ لوبغاړو هم يادې سيالۍ د سولې راوستو په برخه کې یو ښه ګام وباله.
په ورته وخت کې د سیمه اییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مسوول حسن عاقف وايي چې له دغو سیالیو څخه یې یواځینۍ موخه لرې پرتو سیمو ته د سولې پیغام رسول دي.
پاى\وصال

Last modified on Sunday, 25 August 2019 12:53

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.